سعودي عربستان د امریکا نه د ایران په مسئله کې ملاتړ اعلان کړ

سعودي عربستان د امریکا متحده ایالتونو لخوا  د ایران د سپاه پاسداران  ځواکونه د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لست کې د شاملولو پریکړې نه د ملاتړ اعلان وکړ.

سعودي عربستان د امریکا نه د ایران په مسئله کې ملاتړ اعلان کړ

 

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت  پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي  چې  « د امریکا متحده ایالتونو دا پریکړه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اوچت شوی  یو ډیر مهم او جدي ګام  دی. » په بیان کې راغلي دي چې د امریکا  دا اقدام  او د سعودي عربستان لخوا نړۍوالې ټولنې ته  د ایران تر حمایې لاندې د ترهګرو د معرفي کولو هلو ځلو  په ثمرې ورکولو پیل وکړ.

په بیان کې د نړۍوالې ټولنې نه غوښتنه شوې ده چې  د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو پر خلاف چې  د نړۍوالې سولې او امنیت ته يي ستر خطر مخامخ کړی دی ورته  ګامونه  اوچت کړي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ پرون  د ایران د سپاه پاسداران  ځواکونه  د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو په لست کې د شاملولو نه خبر ورکړ.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ له قوله په خپور کړي بیان کې وویل چې  د ایران د سپاه پاسداران  ځواکونه د ایران د حکومت لخوا  د نړۍوالې ترهګرۍ نه د ملاتړ  په برخه کې  مهم او اساسي رول  لري.

ایران د ملي امنیت عالي شورا  د امریکا ددې پریکړې په غبرګون  کې د امریکا د مرکزي ځواکونو  د قومندانۍ پورې اړوند ټول ځواکونه  د بهرنیو ترهګرو په لست کې شامل کړل.



اړوند خبرونه