د نړۍ د مسلمانو عالمانو ټولنې  د فلسطین  د خلکو د ملاتړ په خاطر  د سفربرۍ غږ وکړ.

د نړۍ د مسلمانو عالمانو ټولنې د نړۍ د مسلمانانو نه غوښتنه وکړه چې د فلسطین خلک او مسجدالاقصی هیر نکړي

د نړۍ د مسلمانو عالمانو ټولنې  د فلسطین  د خلکو د ملاتړ په خاطر  د سفربرۍ غږ وکړ.

 

د نړۍ د مسلمانو عالمانو د ټولنې رئیس  پروفیسور ډاکټر احمد الریسوني  د ټولنې د رسمي ویپاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  ، د اسلامي نړۍ چارواکي د اسراییلو سره د اړیکو د نورمالولو په مسئله کې د بیړې  عجلې سره  کار اخلي. د اسراییلو سره  د اسلامي نړۍ د چارواکیو لخوا د اړیکو د نورمالولو اړوند  دې بیړۍ  او په اسلامي هیوادونو کې روانو جګړو  د اسلام دښمنان  لا زړور کړي دي. ددې وخت  رارسیدلی دی چې  د نړۍ مسلمانان د خپلو ورورنو او مقدساتو نه د دفاع په خاطر  لاس په کار شي.

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  مسجدالاقصی  د جدي خطر سره مخامخ  دی. د فلسطین پر بې ګناه  او مظلومو خلکو  هره ورځ  لا زیات  بریدونه کیږي او لا زیات د فشارونو لاندې نیول کیږي.

د نړۍ د مسلمانو عالمانو د ټولنې رئیس  الریسوني  ویلي دي چې وخت نا وخته  د مسجدالاقصی  تړل ، د مسجد الاقصی  لاندې  کیندې، ددې مقدس جومات  شاوخوا سیمې اشغالول په مسجدالاقصی کې د اسلامي هویت د لمنځه وړو، د یهودانو د هویت د ځای په ځای کولو  او له سره  تش په نامه  د سلیمان د معبد  د جوړولو د پروژې  پلانونه دي.

هغه وویل چې  نن  د جمعې ورځ  ده. دا راځۍ چې  نن ورځ د فلسطین د خلکو نه د ملاتړ په خاطر  عمومي سفربري وکړو. هغه یو ځل بیا په اسلامي نړۍ  د فلسطین خلک، بیت المقدس او مسجدالاقصی  هیر نکړۍ  غږ وکړ.

د بله پلوه  د یادې شوې ټولنې  یو تن  غړي  نواف التقوري  ویلي دي چې  د نړۍ د مسلمانو عالمانو ټولنې  د جمعې ورځ  د فلسطین خلکو او مسجدالاقصی نه د ملاتړ په خاطر سفربري اعلان کړې ده . هغه  د فلسطین د خلکو نه د ملاتړ په خاطر  د مادي جهاد اعلان هم  کړی دی.

د یادولو وړ ده چې  اسراییلي ځواکونه وخت نا وخته په مسجد الاقصی  چاپې اچوې. افراطي  یهودانو  د اسراییلي پولیسو په ملګرتیا  په زور ته  مسجدالاقصی ته داخلیږي. دې مسلې  په سیمه کې  جدي ستونزو ته  لار هواره کړې ده .

د ویلو ده  مسجدالاقصی  چې  د اشغال لاندې  په بیت المقدس کې موقعیت لري  د مسلمانانو  لومړۍ  قبله  ده.



اړوند خبرونه