سعودي عربستان د حوثي یاغیانو اړوند ډرون الوتکه وویشتله

په سعودي عربستان کې   د حوثي یاغیانو  د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو له امله  ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.

سعودي عربستان د حوثي یاغیانو اړوند ډرون الوتکه وویشتله

 

د سعودي عربستان د رسمي آژانس د خبر له مخې  د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو  ویاند  ډګراوال ترکي المالکي  له قوله ویلي دي چې  د ترکیې عربستان  دفاعي ځواکونو  تیره شپه  د هیواد په سویل لویدیځ کې  د هامیس موشیت  په ښار کې  تثبیت شوې  د حوثي یاغیانو اړوند  یوه  بې پيلوته الوتکه  وویشتل شوه چې  پارچو او ټوټو يي  پنځه تنه ټپیان کړي دي.

ویل کیږي د ټپیانو نه  یو تن ماشوم  دی. ټپیان  د درملنې لاندې نیول شوي دي.

حوثي یاغیانو چې په ۲۰۱۴ کال کې په یمن کې د مشروع حکومت پر خلاف کودتا وکړه  د نوموړي هیواد د پلازمینې صنعا په ګډون  ځینې سیمې  نیولي دي. حوثي یاغیان  وخت نا وخته  پر سعودي عربستان هم  د توغندیو  بریدونه کوي.

سعودي عربستان د یمن  د منتخب ولسمشر په بلنه  د ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ د میاشتې راهیسې  د حوثي یاغیانو پر خلاف پوځي مبارزه کوي.



اړوند خبرونه