د الجزایر ولسمشر د ډیرو زیاتو فشارونو او مظاهرو نه وروسته استعفا وکړه

په الجزایر کې د اږودې مودې راهیسې د روانو مظاهرو نه وروسته  ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه  له خپل دندې استعفا ورکړه.

د الجزایر ولسمشر د ډیرو زیاتو فشارونو او مظاهرو نه وروسته استعفا وکړه

 

د الجزایر د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې  ولسمشر بوتفلیقه خپل استعفا لیک  د اساسي قانون  شورا ته  وړاندې کړی دی  او ویلي دي چې  غواړي چې په هیواد کې د روانو ستونزو د وخیمو  پایلو د مخنیوي په خاطر  د ولسمشرۍ د دندې د مودې  د پوره کیدو نه مخکې  استعفا وکړي.

هغه په خپل استعفا لیک کې ویلي دي چې دا پریکړه يي  د الجزایر د خلکو د سکونت  او روښانه راتلوونکي  سره  د مرستې په خاطر  کړې ده. همداشان  د واک د انتقال په اړه به وروسته  خپلې پریکړې  اعلان کړي.

همداشان  هغه په لیک کې  ویلي دي چې  د نوي ولسمشر د ټاکلو او واک د انتقال د دورې په خاطر يي  د دولت  د بقاء  او اداراتو د امنیت  په خاطر يي د اساسي قانون لخوا ورته  د ورکړ شوو صلاحیتونو په رڼا کې  ځینې  تدابیر نیولي دي.

د بله پلوه  د الجزایر  دولتي تلویزیون  د بوتفلیقه لخوا خپل استعفا لیک  د اساسي قانون شورا رئیس الطیب بلاعوض  ته د تسلیمولو  فلم  خپور کړ.

د ویلو ده چې  د ولسمشر بوتفلیقه  لخوا  د اساسي قانون شورا رئیس ته د خپل استعفا لیک  د ورکولو پر مهال  د نوموړي هیواد د ملت د شورا رئیس  عبدالقدیر بن صالح هم  شتون درلود.

د ویلو ده چې  د الجزایر  ستر درستیز احمد قائد صالح  تیره ورځ  په ولسمشر بوتفلیقه  غږ کړی وو  چې هر ژر له خپلې دندې استعفا وکړي.

د ولسمشر بوتفلیقه  د استعفا د خبر نه وروسته په زرګونو تنه د الجزایر د پلازمینې لارو او سړکانو ته  راووتل  او خوښي يي وکړه.

د ویلو ده چې  عبدالعزیز بوتفلیقه چې د ۱۹۹۹ کال راهیسې  د الجزایر د ولسمشر په توګه  دنده  ترسره کوي  د ډیرو سختو صحي ستونزو سره سره يي د فبروري په ۲۲ مه نيټه  د پنځمې دورې لپاره  خپله نوماندي  اعلان کړه چې  په هیواد کې د خلکو سخت غبرګون وپارو.

ولسمشر بوتفلیقه  په هیواد کې د سختو غبرګونونو او مظاهرو نه وروسته  د مارچ په ۱۱ مه نيټه  د اپریل په ۱۱ مه نيټه  ترسره کیدونکې د ولسمشرۍ ټاکنو موده يي وځندوله  او خپله نوماندي يي  هم  بیرته واخیسته. هغه وویل  چې غواړي په دولت کې  جدي اصلاحات رامنځته کړي. په پیل کې  خلکو  او مخالفینو د هغه د نوماندۍ د بیرته اخیستو  نه  د ممونیت  اظهار وکړ خو  د ټاکنو د ځنډولو پریکړې بیا  ځینې اندیښنې پیدا کړې. د همدې امله د الجزایر خلکو  یو ځل بیا لاس په مظاهرو پورې کړ.



اړوند خبرونه