اسراییلو  د سوریې په حلب ښار  د هوايي بریدونو ترسره کول ومنل.

اسراییلو یو ځل بیا په سوریې هوايي بریدونه کړي

اسراییلو  د سوریې په حلب ښار  د هوايي بریدونو ترسره کول ومنل.

 

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر  د یوې راډیو سره په مرکه کې  دا ومنله  په حلب هوايي برید د اسراییلو لخوا شوی دی.

اسراییلي وزیر  د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا  په حلب  برید د اسراییلو د جنګي الوتکو لخوا شوی دی؟ وویل ، ایرانیان پدې ښه پوهیږي چې دا برید د اسراییلو لخوا شوی دی.

د ویلو ده چې سوریې رسمي خبري اژانس  سانا  نن  اعلان وکړ چې  اسراییلي ځواکونو پرون  چارشنبه  په حلب ښار کې  په یو صنعتي پارک هوايي بریدونه کړي دي.

اسراییلو بیا ویلي دي چې دا بریدونه  په حلب کې د ایراني ځواکونو په مرکزونو کړي دي. ویل کیږي اسراییلو د حلب په هوايي ډګر هم  بریدونه کړي دي.

اسراییلو  ویلي دي چې  د حلب هوايي ډګر نه هم  ایراني ځواکونه  استفاده کوي چې د همدې امله پرې بریدونه شوي دي.

د بله پلوه  عینې شاهدانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د بریدونو له امله په یو زیات شمیر سیمو برښنا قطع شوه.

د سوریې دولتي اژانس بیا ویلي دي چې دې بریدونو  مالي زیانونه اړولي دي خو چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.

د بله پلوه په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان چې مرکز يي په لندن کې دی ویلي دي چې برید په حلب کې د ایراني ځواکونو د وسلو او مهماتو پر ډیپوګانو شوي دي. دې سازمان پدې برید کې  د ۷ تنو ایراني سرتیرو د وژلو کیدو نه هم  خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه