په یمن کې  په یو روغتون هوايي برید شوی.

د یمن په شمال لویدیځ کې  په یو روغتون  د هوايي برید په پایله کې د ۴ تنو ماشومانو په ګډون ۷ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

په یمن کې  په یو روغتون هوايي برید شوی.

 

 

د ماشومانو د ژغورنې سازمان  د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې پرون  د یمن د صعده  ښار په سل کیلومترۍ کې  د قیطاف  د روغتون  په دخولي برخه  برید وشو.

په برید کې  د ۴ تنو ماشومانو په ګډون ۷ تنه مړه  او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې د سازمان د یمن د څانګې یو تن مسئول  هیلي تورنینګ ویلي دي چې  ددې ظلم  پر وړاندې  حق حیران  پاتې یو. په کوم منطق  او عقل سره  څوک  په ملکي میشتو سیمو او روغتونونو باندې  برید کوي.  پدې برید ماشومانو او روغتیايي پرسونل  ژوند د لاسه ورکړ.

دا برید په ښکاره توګه  د نړۍوالو او بشري حقونو  سرغړونه ده. نړۍوال حقوق د خپو لاندې کول دي.

هغه  په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په یمن کې په جګړه بوختو خواوو باندې باید د وسلو بندیز ولګوي  او ډیپلوماتیک  فشارونه پرې باید  لا زیات کړي. دا جګړه چې هره ورځ  پکې په لسګونو ماشومان  په قتل رسول کیږي  باید ددې قتلونو مخه ونیول شي.



اړوند خبرونه