اسراییلو پر غزې د توپچي بریدونه وکړل

د اسراییلو پوځ د محاصرې  لاندې پر غزې  پر شمالي سیمو د توپخانې  بریدونه وکړل.

اسراییلو پر غزې د توپچي بریدونه وکړل

 

د سیمې د عینې شاهدانو په وینا د اسراییلو پوځ  د غزې په شمال کې د بیت الخانون ختیځ لوري ته د حماس د ډلې اړوند  د څار په نقطو  بریدونه کړي دي.

سربیره پر دې  اسراییلو پوځ د غزې په ختیځو برخو کې  په یوې بلې سیمې هم  د توپخانې بریدونه کړي ډي.

د غزې  د روغتیا وزارت پدې بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

د غزې پوځ  ویلي دي چې دا بریدونه  د حماس د ډلې  لخوا پر اسراییلو  د بالونونو په ذریعه  د برید کوولو په ځواب کې کړي دي.

د بله پلوه  نن  د سهار په ساعتونو کې د اسراییلو په پلازمینه تل ابیب کې  د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی.

اسراییلي مقاماتو  دا چاودنه  د غزې نه د راتوغول شوي توغندي د لګیدو په پایله کې د رامنځته کیدو ادعا کړې ده .

په چاودنه کې  لږ تر لږه د شپږو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.



اړوند خبرونه