د موصل د ښار د ټولو غیرې وسله والو ډلو د مرکزونو د تړولو پریکړه وشوه

د عراق ولسي جرګې  د موصل په ولایت کې  د ټولو غیرې رسمي وسله والو ډلو  د قرارګاو  د تړولو پریکړه وکړه.

د موصل د ښار د ټولو  غیرې وسله والو ډلو د مرکزونو د تړولو پریکړه وشوه

 

د ویلو ده چې  دا پریکړه د عراق د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي په غوښتنه شوې ده .

د عراق  لومړي وزیر عادل عبدالمهدي  د مارچ په ۲۲ مه نيټه د موصل ښار نه د لیدنې نه وروسته  د پارلمان نه  په موصل کې  د ټولو  غیرې رسمي وسله والو ډلو د مرکزونو د تړولو  غوښتنه وکړه.

پارلمان  لومړي وزیر په غوښتنه فوق العاده غونډه وکړه او پدې  غونډه کې د رایو په اکثریت سره  د موصل په ښار کې د ټولو غیرې رسمي وسله والو ډلو د مرکزونو د تړولو  پریکړه وکړه.

د پارلمان وکیلانو  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  په موصل ولایت کې پرته  د توپیر نه  باید د ټولو غیرې رسمي وسله والو ډلو مرکزونه وتړل شي.

پارلمان پریکړه وکړه چې  د موصل د ولایت ټولې غیرې رسمي وسله والې ډلې  باید  د پوځ  د امر لاندې  راوستل شي. که چیرې هر چا  ددې پریکړې سرغړونه وکړه  د هغوې نه باید وسلې واخیستل شي.

د ویلو ده چې په موصل کې  دم ګړۍ  د عراق د صدارات اړوند  د حشد الشعبي وسله والې ډلې، د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې اړوند  پیشمرګه ځواکونه او د پ ک ک ترهګرې ډلې  اړوند  وسله والې ډلې  شتون لري.


پيوندونه: موصل , پارلمان , عراق

اړوند خبرونه