د کویټ خلک د نړۍ په مشرانو کې تر ټولو ډیر د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره مینه لري.
په کویټ کې تر ټولو محبوترین بهرنی ولسمشر د ترکیې ولسمشر دی
دا خبره د امریکا مطالعاتي ستراتیژۍ واشنګټن انیستیتیوت کړې ده . یاد شوي انیستیتیوت په کویټ کې د نړۍ د مشرانو په اړه نظرپوښتنه کړې ده .
د کویټ د القبس ورځپاڼې د نوموړې نظر پوښتنې پایلې خبرې کړي او پدې اړه يي یو خبر خپور کړی دی.
یاد شوې ورځپاڼې « د کویټ خلک ټرمپ پر خلاف قهر او د اردوغان پر وړانډې مینه لري » د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې په کویټ کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ محبوبیت پنځه سلنه دی او ددې په مقابل کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان محبوبیت ۶۴ سلنه دی.
پدې نظر پوښتنه کې دا معلومه شوې ده چې د کویټ کې د نړۍ د مشرانو په منځ کې تر ټولو زیات د ولسمشر اردوغان سره مینه لري. همداشان په دویم کتار کې بیا د چین ولسمشر شي جین پینګ قرار لري. همداشان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره په عینې ګټګورۍ کې قرار نیولی دی.
د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کلونو کې د ترکیې او کويټ ترمنځه د اړیکو پراختیا او په متقابله توګه په لوړه کچه سفرونو د حکومتي اړیکو سربیره ددې هیواد پر خلکو هم مثبتې اغیزې کړي دي.
د کویټ امیر شیخ صباح الاحمد الجابر په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره ترکیې ته راغلی وو. ددې په مقابل کې ولسمشر اردوغان هم د یو کال په دننه درې ځلې کویټ ته سفر وکړ.