سعودي عربستان د اسامه بن لادن د زوی تابعیت لغوه کړ

سعودي عربستان حمزه بن لادن د عربستان له تابعیت وویست

سعودي عربستان د اسامه بن لادن د زوی تابعیت لغوه کړ

سعودي عربستان  د اسامه بن لادن  د زوی  حمزه بن لادین په اړه  مهمه پریکړه وکړه.

د رویټرز د خبري اژانس د خبر له مخې  سعودي عربستان  د القاعدې د ډلې مشر اسامه بن لادن  د  زوی  حمزه بن لادن  تابعیت لغوه کړ.

سعودي عربستان حمزه بن لادن  د سعودي عربستان  د تابعیت نه  خارج کړ.

سعودي عربستان پداسې حال کې  د حمزه بن لادن  تابعیت لغوه کړ امریکا متحده ایالتونو پرون  د هغه پر سر  یو میلیون ډالره  نقدي  جایزه کیښوده.

امریکا حمزه بن لادن د القاعدې د ډلې  د القاعدې لپاره په کار کولو تورن کړی دی. امریکا ویلي که هر څوک ورته  د حمزه بن لادن  د ځای  په اړه معلومات ورکړي او یا په نیولو کې ورسره مرسته وکړي  یو میلیون ډالر جایزه به ورکړي.



اړوند خبرونه