قطر پاکستان ته خپلې ټولې الوتنې وځنډولې.
قطر ویلي چې پاکستان ته خپلې ټولې الوتنې ځنډولي دي
د قطر ملکي هوايي چلند ادارې د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د پاکستان لخوا د خپل هوايي حریم د تړولو نه وروسته يي نوموړي هیواد ته خپلې ټولې الوتنې ځنډولي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د مساپرو او الوتکو د خوندیتوب په خاطر ټول تدابیر نیول شوي دي او مسئله د نږدې نه تعقیبوي.
د یادولو وړ ده چې د هندوستان او پاکستان ترمنځه په یو بل د هوايي بریدونو نه وروسته پاکستان تیره ورځ خپل ټول هوايي حریم وتړلو.
د هندوستان او پاکستان ترمنځه په اړیکو کې وروستۍ ستونزه د فبروري په ۱۴ مه نیټه په جمو کشمیر کې د هندي ځواکونو په کتار د ځانمرګي برید نه وروسته چې په ترڅ کې ۴۴ تنه هندي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ رامنځته شوه. هندوستان ددې برید پړه پر پاکستان واچوله او د غچ اخیستو پریکړه يي وکړه.
هندوستان دوه ورځې مخکې د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د جیش المحمد د تندلارې ډلې په مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.
ددې په مقابل کې پرون پاکستان دوه هندي جنګي الوتکې رانسکورې کړې. هندوستان هم د پاکستان اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا وکړه. هندوستان تیره ورځ ادعا وکړه چې د پاکستان جنګي الوتکو چې غوښتل د هندوستان دننه هوايي بریدونه وکړي ددوې د هوايي ځواکونو لخوا وویشتل شوه.
همداشان ددوې یوه الوتکه هم د پاکستان له لورې وویشتل شوه چې پیلوټ يي پاکستان اسیر نیولی دی.
د نوموړو پرمختګونو نه وروسته پاکستان ټول هوايي حریم وتړلو او هند بیا خپل بعضې هوايي ډګرونه د الوتنو پر مخ وتړل.