د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان  د پاکستان نه وروسته  هند ته سفر وکړ.

سعودي عربستان غواړي په هندوستان کې په میلیاردو ډالره پانګه ونه وکړي

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان  د پاکستان نه وروسته  هند ته سفر وکړ.

 

هغه وویل چې  د هندوستان سره به اړیکو ته په هره برخه کې وده ورکړي.

د هندوستان ولسمشر  رام نت کویند په نوي ډیلۍ کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان نه د ځانګړي مراسمو په ترڅ کې  هر کلی وکړ.

د سعودي عربستان ولیعهد  شهزاده  دلته په خپله لنډه وینا کې وویل چې « غواړم  چې  په پوره ډاډ ووایم چې  نن ورځ د سعودي عربستان او هندوستان اړیکې د دواړو هیوادونو د انکشافي  پراختیا له پلوه ځانګړی اهمیت لري. پوره باور لرم چې د دواړو هیوادونو د مشرانو په لارښونه به  د سعودي او هندوستان لپاره ډیرې ښکلی زیری  وي.

محمد سلمان  وروسته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي سره  ولیدل.

د ویلو ده چې  تمه کیږي  د هندوستان او  عربستان ترمنځه په یو زیات شمیر برخو کې تړنونه  لاسلیک شي.

سعودي عربستان غواړي چې په هندوستان کې  قوي سرمایه ګذاري وکړي.

هندوستان لومړي وزیر مودي  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې  د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده  د میلمه پالنې له امله  ډیر خوښ یم.

سعودي عربستان او هندوستان  په مقابل توګه  ۲۷ عشاریه ۵ میلیارده ډالره تجاري حجم لري.



اړوند خبرونه