د بحرین د بهرنیو چارو وزیر پر ایران ډیرې سختې نیوکې وکړې
د بحرین د بهرنیو چارو وزیر خالد بن احمد الخلیفه وویل چې ایران د تهدیدونو پر خلاف مبارزه د فلسطین د دعوا نه هم مهمه ده.
هغه دا څرګندونې د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د پولنډ په پلازمینه وارسا کې « په منځني ختیځ کې د سولې او امنیت او راتلوونکي نه ملاتړ » تر نامه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د بحرین د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لخوا د خپل یوتیوب رسمي حساب له لارې د خپریدو نه لنډه وروسته د یوتیوب نه پاکې شوې.
د بحرین د بهرنیو چارو وزیر د امریکا په مشرۍ جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې « د ماشومتوب راهیسې په منځني ختیځ کې یوه مهمه ستونزه شتون لري چې هغه هم د فلسطین او اسراییلو ترمنځه ستونزه ده. مونږ ټول په یو غږ وایو چې په هر ډول چي کیږي دا ستونزه باید حل شي، خو نن ورځ ددې ستونزې نه هم د یوې بلې مهمې ستونزې او تهدیدونو سره مخامخ یو چې هغه د ایران اسلامي جمهوریت دی. په نني مدرن تاریخ کې زمونږ تر ټولو لویه ستونزه ایران دی. د ایران د تهدیدونه پر خلاف مبارزه د فلسطین د دعوا نه هم مهمه ده. »
هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ اسراییلو په سیمه کې د مصر او اردن سره خپل اختلافات حل کړي دي، د نورو هیوادونو سره يي هم باید حل کړي چې تر څو وکولای شي چې ټول په ګډه د ایران پر خلاف قوي مبارزه وکړو.
الخلیفه وویل چې د ۱۹۷۹ میلادي کال نه په اعتبار سره د تهران د ډیرو سترو ګواښونو سره مخامخ یو. دا ګواښونه سرحد نلري. البته چې مونږ د ایران د ملت نه بحث نه کوو. د ایران د فاشیست دیني رژیم نه بحث کوو. مونږ باید ټول ددې رژیم سره زمونږ اولادونه وژني په ګډه مبارزه وکړو.
د بله پلوه د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو لخوا په سوریه کې په ایراني هډو او مرکزونو د هوايي برید په اړه د پوښتنې ځواب کې وویل چې هر هیواد هغه ته د مخامخو تهدیدونو پر خلاف د ځان نه د دفاع حق لري.
همداشان د سعودي عربستان د بهرنیو اړیکو په برخه کې د دولت وزیر عادل الجبیر بیا ایران په سوریه، لبنان، عراق او یمن کې د بې استقرارۍ په رامنځته کولو تورن کړ.
هغه وویل چې ایران په سوډان او ټوله افریقا کې د وسلو په تولید پیل کړی دی او حتا په اندونیزیا او ټایلنډ کې هم د ځینو تاوتریخوالو د رامنځته کیدو اصلي لامل دی.
هغه وویل چې ایران کویت، سعودي عربستان او بحرین ته په پټه د وسلو د ننویستو هڅه کوي.
د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کوي. ایران تر اوسه پورې د سعودي عربستان د دولت وزیر ددې څرګندونو په اړه ځواب ندی ویلی.