سعودي عربستان لومړنۍ مخابراتي سپوږمه کۍ فضا ته وتوغوله
سعودي عربستان د قوي او ډاډمن مخابراتي خدماتو په خاطر لومړنۍ مخابراتي سپوږمه کۍ فضا ته وتوغوله.
1140555
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې ، سعودي عربستان خپل لومړنۍ مخابراتي سپوږمه کۍ اس جي اس ۱ د فرانسې د ګویانا د فضايي ستیشن نه فضا ته وتوغوله.
سعودي عربستان غواړي چې ددې سپوږمه کۍ سره د خپل هیواد سربیره د تجاري موخو لپاره په منځني ختیځ، شمالي افریقا ، اروپا، افریقا او منځنۍ اسیا په لویه برخه کې خدمات وړاندې کړي.
دا سپوږمه کۍ چې ۶ نیم ټنه وزن لري د څه باندې شلو کلونو لپاره به خدمات وړاندې کړي.
دا سپوږمه کۍ د سعودي عربستان او امریکا لخوا په ګډه جوړه شوې ده . دا سپوږمه کۍ د ملک عبدالعزیز د علم او تکنالوژۍ د ښارګوټي او لاک هید مارتین د امریکايي شرکت په همکارۍ تولید شوې ده .
دا سپوږمه کۍ به لا ډاډمن او چټک مخابراتي خدمات وړاندې کړي. د لرې پرتو سیمو لپاره به هم مخابراتي خدمات وړاندې کړي.