د اتریش ولسمشر د فلسطین نه لیدنه وکړه
د اتریش ولسمشر فلسطین ته سفر کړی
د اتریش ولسمشر الکساندر وان در بیلن وویل چې د امریکا لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندل او خپل سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقالول د منلو وړ خبره نده.
هغه دا څرګندونې د فلسطین نه د لیدنې پر مهال په رام الله د محمود عباس سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ګډې خبري غونډې ته وکړې.
هغه وویل چې د امریکا لخوا بیت المقدس د اسراییلود پلازمینې په توګه د په رسمیت پيژندو او بیا سفارت بیت المقدس ته د انتقالولو او د ملګروملتونو په سازمان د فلسطیني کډوالو سره د مرستو په خاطر د خپلو مرستو پرې کول د خواشینۍ خبره ده. د امریکا دې پریکړې هغه ډیر خواشینی کړی دی.
هغه وویل چې اتریش به د امریکا لار تعقیب نکړي. د امریکا په څیر ورته ګام به اوچت نکړي ځکه چې دوې د فلسطین په مسله کې د اروپايي ټولنې لخوا غوره شوې لاره او سیاستونه تعقیبوي.
هغه د فلسطین او اتریش د اړیکو نه د صمیمي اړیکو په توګه یادونه وکړه او د فلسطین سره د مرستو ژمنه وکړه.
هغه وویل چې هیواد يي د فلسطین په مسله کې د مساوي حقونو نه د برښمندو دوو دولتونو د حل لارې نه ملاتړ کوي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس بیا وویل چې امریکا د فلسطین او اسراییلو ترمنځه د اسراییلو نه د ښکاره ملاتړ او یو پلوي چلند د کولو له امله د سولې د مذاکراتو په خاطر د منځګړتوب مشروعیت د لاسه ورکړی دی.
هغه وویل چې د فلسطین د سولې په خاطر به په هیڅ هغه نړۍوال کنفرانس کې چې د نړۍوالو پریکړو او قوانینو پر بڼسټ جوړ شوی نوي ګډون ونکړي.
عباس وویل چې د هیچا نه په خپل استازیتوب د مذاکرې د ترسره کولو غوښتنه نده کړې ځکه چې د فلسطین مسله باید پخپله د فلسطینیانو لخوا حل شي. هیڅوک د فلسطین د خلکو په استازیتوب د نورو سره معامله او خبرې کولای نشي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د ۲۰۱۷ میلادي کال د دسمبر په ۶ مه نیټه بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو او خپل سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته د انتقالولو پریکړه وکړه.
ټرمپ پداسې حال کې دا پریکړه وکړه چې یواځې د اسراییلو او د ګوتو په شمیر یو څو هیوادونو نه پرته نورې ټولې نړۍ ورسره سخت مخالفت وښود. په ملګروملتونو کې د قاطع اکثریت سره د ټرمپ دا پریکړې سره مخالفت وښودل شو.
همداشان امریکا د ۲۰۱۸ میلادي کال د مې په ۱۴ مه نيټه په بیت المقدس کې خپل نوی سفارت رسمآ پرانیست.