په سوریه کې داځل د روس پلوو او ایران پلوو ځواکونو ترمنځه جګړه پیل شوې ده .
د اسد د رژیم د ځواکونو ترمنځه خپلمنځۍ نښتې پيل شوي دي
د سوریې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په سوریې د رژیم په منځ کې خپل منځنۍ نښتې پيل شوي دي. ویل کیږي د تیرې څه مودې راهیسې د اسد رژیم اړوند د دوو مهمو ډلو ترمنځه د شخصي ګټو پر سر اختلافات پيل شوي وو چې په پایله کې نښته پیل شوه.
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې د زمري په نامه د بشار اسد د پنځمې فرقې د ځواکونو چې د روسیې ملاتړ ترشاه لري او د څلورمې فرقې د ځواکونو ترمنځه چې مشرۍ د بشار اسد ورور ماهر اسد په غاړه لري او د ایران قوي ملاتړ تر شاه لري د رامنځته شوو اختلافاتو په پایله کې نښته پیل شوې ده . د نوموړو نښتو په ترڅ کې د بشار اسد د ورور ماهر اسد تر قومندې لاندې څلورمې فرقې د راسیف په نامه یو کلی چې اسد د پلوي ځواکونو نه نیولی دی.
سیمه ایزو سرچینو د ریملا، کبیر فیدا او حاما د ښار تر لویدیځه پورې په سیمو کې د نوموړ ترمنځه نښتې پیل شوي دي. همداشان تیره اونۍ هم د نوموړو ترمنځه نښته شوې ده .
ویل کیږي پدې نښتو کې تر اوسه پورې د دواړو خواوو نه تر ۷۰ تنو ډیر جنګیالي وژل شوي دي او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي د تیرې اونۍ د نښتو نه وروسته د دواړو ډلو ترمنځه اوربند وشو خو د اوربند سره سره نښتو دوام وکړ.
د بله پلوه بعضو سرچینو ویلي دي چې د تیرې څه مودې راهیسې په سوریه کې د ایران او روسیې ترمنځه هم ځینې اختلافات رامنځته شوي دي. ددې خبرې ښکاره مثال د روسیې لخوا د اسراییلو نه د ایران په مقابل کې کار اخیستل دي. ځکه چې د سوریې هوايي حریم کنټرول د روسیې په لاس کې دی. د روسیې د اجازې او رضا پرته اسراییل په هیڅډول د سوریې په خاور کې د ایران او حزب الله په اهدافو بریدونه کولی نشي. روسیه پدې وروستیو کې اسراییلو ته ځینې اسانتیاوې رامنځته کوي.
د بله پلوه تیره اونۍ ایران هم پدې اړه پر روسیې سختې نیوکې کړې وې. ایران ویلي وو روسیه د اسراییلو لخوا د سوریې پر خاوره د هوايي او راکټي بریدونو پر مهال خپل هوايي دفاعي سیستم غیرې فعاله کوي.