امریکا سوریې ته تازه دمي سرتیري استولي

امریکا متحده ایالتونو  د سوریې نه د خپلو ځواکونو  د ویستو د بهیر سره  د مرستې په خاطر  نوموړي هیواد  په سلګونو تنه  نور سرتیري هم  استولي دي.

1134209
امریکا سوریې ته تازه دمي سرتیري استولي

 

۶۰۰ تنه تازه  دمي  امریکايي سرتیري سوریې ته رسیدلي دي.

دا خبره په سیمه کې  سیمه ایزو سرچینو کړې ده . سرچینو ویلي دي چې  ۶۰۰ تنه تازه دمي  امریکايي سرتیري تیره ورځ د سوریې په شمال کې د فرات سیند په ختیځ کې امریکايي هډو ته  راورسیدل.

ویل کیږي  تازه دمي  امریکايي سرتیري  په سیمه کې په دوو  هډو  ویشل شوي دي. همداشان  امریکا به د سوریې نه د خپلو ځواکونو  د ویستو په خاطر  د همدې دوو پوځي هډو نه  د تخلیې د مرکز په توګه استفاده وکړي.

د بله پلوه  امریکايي ځواکونه به د هسکه ولایت په شمال ختیځ کې رومیلان  او په شمال کې  د تل بایدر  د هډو نه  د درندو وسلو او توکو د تخلیې د مرکز په توګه کار واخلي.

د امریکا  د دفاع وزارت  د تیرې پنجشنبې په ورځ سوریې ته د تازه دمو سرتیرو د استولو نه خبر ورکړ. پنټاګون ویلي وو چې تازه دمې سرتیري به  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو د بهیر سره  مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر په ۲۰ مه نيټه  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو پریکړه وکړه. هغه وویل چې  په سوریه کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت یواځۍ موخه  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه وه. داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه پایته رسیدلې د همدې امله به امریکايی ځواکونه هم  خپل هیواد ته ستانه کړي.

سره ددې چې ټرمپ په پیل کې هر څه ژر  د سوریي نه د خپل ځواکونو د ویستو پریکړه کړې وه خو وروسته  بیا  د ځینو فشارونو له امله يي خپل پریکړه بدله کړه  او وویل چې په کلاره به د سوریې نه خپل ځواکونه وباسي.

امریکا پداسې حال کې د سوریې نه  د خپلو ځواکونو د ویستو پریکړه وکړه چې ترکیې  د سوریې په شمال کې  د فرات سیند  ختیځ لوري ته د ترهګرو پر خلاف پوځي عملیاتو ته  چمتوالی  نیولی دی.

امریکا د فرات سیند  ختیځ لوري ته  د میشتو  ترهګرو ډلو  د امنیت  په خاطر  ځینو شرطونه  وړاندې کړل. ټرمپ  په سوریه کې  د امن سیمې د جوړولو  او د ترکیې نه  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د پوځي څانګو وای پ جي پر خلاف د پوځي عملیاتو د نه ترسره کولو غوښتنه وکړه. ترکیې  په سوریه کې د امن  د سیمې  د مسلې نه  ملاتړ اعلان کړ  خو  د فرات سیند ختیځ لوري ته په میشتو ترهګرو يي د پوځي عملیاتو د نه ترسره کولو  وړاندیز  رد کړ.

د ویلو ده چې  امریکا  د سوریې په شمال کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د پوځي څانګو  وای پ جي  او پ وای ډي  تر اشغال لاندې په سیمو کې  ۱۸ پوځي هدې  لري.   



اړوند خبرونه