په دمشق کې د روسیې د سفارت ترڅنګ چاودنه وشوه
په سوریه کې د روسیې د سفارت ترڅنګ چاودنه وشوه
1132475
د سوریې په پلازمینه دمشق کې د روسیې د سفارت ترڅنګ چاودنه وشوه.
د روسیې خبري اژانس د سوریې په پلازمینه دمشق کې د روسیې د سفارت ترڅنګ د چاودنې نه خبر ورکړی دی.
د سوریې رسمي خبري اژانس ویلي دي چې په پلازمینه دمشق کې د العدوی په سیمه کې د روسیې د سفارت ترڅنګ د موټر پر مټ چاودنه وشوه.
یاد شوی خبري اژانس ویلي دي چې پدې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. یواځې سیمې ته د پام وړ مالي زیان اوښتی دی.
د ویلو ده چې د العدویه سیمه د پلازمینې دمشق تر ټولو مهمه سیمه ده چې ډیری دولتي ادارې او د روسیې سفارت پکې شتون لري.