د سعودي پاچا په خپله کابینه کې تغیرات راوستل

د سعودي عربستان د کابینې ډیری وزیران بدل شول

1114764
د سعودي پاچا په خپله کابینه کې تغیرات راوستل

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  په کابینه کې ځینې تغیرات رامنځته کړل.

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  د شاهي فرمان په خپرولو  سره ابراهیم عبدالعزیز العساف  د بهرنیو چارو د وزیر په توګه  او پخوانی د بهرنیو چارووزیر عادل الجبیر په بهرنیو چارو کې د دولت د وزیر په توګه په دنده وګمارل شول. همداشان  ددې فرمان له مخې  عبدالله بن بندر بن عبدالعزیز د ملي ګارد د وزیر په توګه او ترکي الشبانه د اطلاعاتو د وزیر په توګه ټاکل شوي دي.

د ویلو ده چې  د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان  حمد ال الشیخ د پوهنې د وزیر په توګه په دنده ګمارلی دی.

د نوموړي فرمان له مخې  د عسیر د ولایت والي فیصل بن خالد له دندې نه ګوښه او پر ځای يي ترکي بن طلال  د عسیر ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.



اړوند خبرونه