داعش په سوریه کې خپل وروستی لوی مرکز د لاسه ورکړ
په سوریه کې داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ګوزار ورکړ شو
د داعش ترهګرې ډلې په سوریه خپل وروستی مرکز او یا سنګر هم د لاسه ورکړ.
د سوریې د دیروزور ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې وای پ جي او داعش ترهګرې ډلې ترمنځه د دیروزور ولایت د هجین په ولسوالۍ کې درنده نښته وشوه چې په پایله کې داعش د یاد شوې ولسوالۍ د مرکز نه په شا کیدو ته اړ شو.
پدې ډول په سوریه کې د فرات سیند په ختیځ کې د هجین ولسوالي هم د وای پ جي ترهګرې ډلې لخوا اشغال شوه او داعش ترهګرې ډلې خپل وروستی سنګر او مرکز د لاسه ورکړ.
همداشان د هیجین ولسوالۍ د د لاسه ورکولو سره داعش ترهګرې ډلې جنګیالي په یو زیات شمیر نورو کلو او بانډو کې تر محاصرې لاندې راغلل.
د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې وای پ جي د امریکا او نړۍوال ایتلاف په مرسته د فرات سیند ختیځ لوري ته د دیروزور ښار ختیځې او شمالي برخې اشغال کړې وې.
یادې شوې ټرهګرې ډلې د دیروزور ښار په کامله توګه د داعش ترهګرې ډلې نه د تصفیه کولو په خاطر د سپټمبر په ۱۱ مه نيټه د امریکا د هوايي او د فرانسې د توپچي ځواکونو په مرسته او ملاتړ پراخه عملیات پیل کړي وو.
د پ ک ک ترهګره ډله نن ورځ د سوریې یوه دریمه برخه خاوره اشغال کړې ده .