امريکا د سوريې نه خپل سرتيري وباسي

امريکا ويلي دي چې د پوځي موجوديت يواځنۍ موخه د داعش پر هلاف مبارزه وه

1110161
امريکا د سوريې نه خپل سرتيري وباسي

امريکا متحده ايالتونو د سوریې نه خپل سرتيري وباسي. 

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ وويل چې په سوريه کې زموږ د پوځي موجوديت موخه د داعش ترهګرې ډلې شتون وو.داعش ترهګرې ډلې ته مو ماتې ورکړه. 

د ټرمپ د څرګندونو نه وروسته سپينې ماڼۍ د سورېې نه امريکايي ځواکونه هيواد ته ستنيدو د بحير د پيليدو نه خبر ورکړ. 

سپينې ماڼۍ ويلي دي په سوريه کې موجودو امريکايي ځواکونو هيواد ته په ستنيدو پيل وکړ. 

دا پرمختګ پداسې حال کې رامنځته کيږي چې ترکيې په سوريه کې د فرات سيند ختيځ لوري ته د ترهګرو پرخلاف په نږدې راتلوونکې کې د پوځي عملياتو د پيلولو نه خبر ورکړ. 

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د تيرې جمعې په ورځ د دونالد ټرمپ سره د ټيليفون په کرښه خبرې وکړې.

د بله پلوه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د سوريې نه به خپل کارکوونکي د ۲۴ ساعتونو په دننه کې بهر کړي. 



اړوند خبرونه