د جمال قاشقچي د وژل کیدو نه مخکې د هغه وروستۍ خبرې خپرې شوې
د سعودي عربستان د وژل شوي مخالف او منتقد خبریال جمال قاشقچي د مرګ نه مخکې وروستۍ خبرې خپرې شوې.
د امریکا د سي ان ان تلویزیون د یو تن لوړپوړي چارواکي له قوله چې د قاشقچي د جنایت په اړه څیړنې کوي او د هغه د جنایت پر مهال ثبت شوی غږ يي اوریدلی دی لیکلي دي چې د قاشقچي جنایت د غیرې مسلکي کسانو لخوا ندی شوی بلکې دا جنایت د مخکې نه پلان شوی او د مسلکي کسانو لخو ترسره شوی دی. قاشقچي د وژل کیدو پر مهال د قاتلینو سره ډیره زیاته مبارزه کړې ده.
سرچینې ویلي دي چې قاشقچي د د وژل کیدو نه مخکې وروستۍ جمله ( ساه نشم اخیستی ) وه. هغه ددې جملې د کارولو نه وروسته بله خبره نده کړې.
ویل کیږي د قاشقچي د جنایت پر مهال ثبت شوي غږ کې ښکاري چې هغه د قاشقچي جسد د برقي ارې په واسطه ټوټې ټوټې شوی . همداشان قاتلینو هغه کسانو ته چې د قاشقچي جسد په ارو ټوټه ټوټه کولو د موزیک د اوریدو توصیه کړې ده.
په خبر کې راغلي دي چې په ثبت شوي غږ کې اوریدل کیږي چې قاتلین د قاشقچي د جسد د ټوټې ټوټې کولو نه وروسته د ځینو ځایونو سره ټیلیفوني خبرې کوي او هغوې ته معلومات ورکوي.
د سعودي عربستان مخالف او منتقد خبریال جمال قاشقچي د روان میلادي کال د اکتوبر په دویمه نیټه د واده لپاره د رسمي اوراقو د اخیستو په خاطر په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو سره سم په ډیره بې رحمانه توګه په قتل ورسول.
پداسې حال کې چې تر اوسه پورې د قاشقچي د وژلو امر ورکوونکی معلوم شوی ندی خو په نړۍ کې ډیری خلک د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده ته اشاره کوي. د ډیرو په نظر دا قتل د ولیعهد شهزاده په امر شوی دی.
همداشان یو څه موده مخکې د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتو تشکیلاتو سي ای اې ویلي وو چې کره اسناد او شواهد يي ترلاسه کړي دي چې دا جنایت د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په امر شوی دی.