په فرانسه کې د دوبۍ د ولیعهد شهزاده پر خلاف څارنوالۍ کې شکایت ثبت شو
په فرانسه کې د بشري حقونو سازمان او یو زیات شمیر یمنیانو د دوبۍ د ولیعهد شهزاده پر خلاف د یمن په جګړه کې د لاس لرولو او ضد بشري کړونو له امله څارنوالۍ ته شکایت وکړ
په فرانسه کې د دوبۍ د ولیعهد شهزاده محمد بن زید ال نهیان پر خلاف د یمن په جګړه کې په قتل عامونو او ضد بشري کړنو کې د لاس لرولو له امله څارنوالۍ کې شکایت ثبت شو.
د بشري حقونو د سازمان د نړۍوال حق او ازادیو نه دفاع د اتفاق د مدافع وکیل جوزیف برهام خبري غونډې ته وویل چې د فرانسې د ولسمشر ماکرون سره د لیدنې په موخه پاریس راغلي د دوبۍ د ولیعهد شهزاده محمد بن زید ال نهیان پر خلاف يي په یمن کې په قتل عامونو، ضد بشري کړونو او جګړه کې د مستقیم لاس لرولو له امله په څارنوالۍ کې شکایت ثبت کړ.
هغه وویل چې یواځې دوی نه بلکي یو زیات شمیر یمنیانو هم د هغه پر خلاف څارنوالۍ ته شکایت کړی دی.
د ویلو ده چې په یمن کې څلور کاله مخکې د حوثي یاغیانو لخوا د مشروع حکومت پر خلاف د کودتا او د پلازمینې صنعا په ګډون د یو زیات شمیر سیمو د نیولو سره پيل شوې کورنۍ جګړه اوس هم دوام لري. پدې جګړه کې په لسګونو زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی او په میلیونونو تنه انسانان د ولګې له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي.
پدې هیواد کې د جګړې سربیره د کولرا او ډول ډول نورو ساري ناروغیو خپریدل ، قحطۍ، د درملو نشتوالي او د هیواد په دننه کې کډوالۍ هغه ستونزې دي چې په میلیونونو تنه انسانان يي د مرګ د ګواښ سره مخامخ کړي دي. په یمن کې دم ګړۍ ۲۲ میلیونه تنه انسانان بیړنیو انساني مرستو ته اړتیا لري.
د ویلو ده چې د یمن مشروع حکومت هم ددې هیواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له امله د متحده عربي اماراتو سره اړیکې خړې وې.
د یمن مشروع حکومت متحده عربي امارات د هیواد په سویل او لویدیځو برخو کې د وسله والو ډلو په ملاتړ، د وسله وال پوځ او سیاسي مشرانو پر خلاف په فعالیتونو ترسره کولو تورن کړی وو.
د ویلو ده چې د یمن مشروع حکومت د حوثي یاغیانو د کودتا نه وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیجو هیوادونو نه د مرستې غوښتنه وکړه.
سعودي عربستان په مشرۍ خلیجو هیوادونو په یمن کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو د ځپلو په خاطر د ایتلاف په جوړولو سره په یمن کې د یاغیانو پر خلاف رسمآ جګړه پیل کړه. سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف په جګړه کې بوخت دي.
د ویلو ده چې ددینه وړاندې هم یو زیات شمیر د بشري حقونونو ډلو متحده عربي امارات او سعودي عربستان په یمن کې د پټو زندانونو په جوړولو او پدې زندانونو کې د زرګونو تنو د شکنجه کولو او د هغوې سره د ضد انساني کړو په ترسره کولو سره تورن کړي وو.