د عراق مرکزي بانک : ۷ میلیارده عراقي دینار د سیلاو له امله د استفادې نه غورځیدلي دي

عراق په نړۍ کې په اداري فساد کې په ۱۲ م کتار کې ځای لري

1089265
د عراق مرکزي بانک : ۷ میلیارده عراقي دینار د سیلاو له امله د استفادې نه غورځیدلي دي

په عراق کې پنځه کاله مخکې  د سیلاونو له امله  ۷ میلیارده عراقي دینارو  چې ۶ میلیونه ډالر کیږي  زیان لیدو  د ټولو سره  ډول ډول  پوښتنې پیدا کړي دي.

د عراق د سترې محکمې ویاند  عبدالستار بیرقدار  د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  د الرصافه د سیمې محکمې  د سیلاونو له امله د اوبو لاندې شوو  او د استفادې نه د وتلو  ۷ میلیارده عراقي دینارو په اړه  تحقیقات پیل کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  د مرکزي بانک بانکنوټونو  ته د زیان رسوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د ویلو ده چې  د عراق د مرکزي بانک  رئیس علي الاق  تیره اونۍ  ولسي جرګې ته ویلي وو چې  په ۲۰۱۳ کال کې  د رافیدین په نامه  په  دولتي بانک کې  د زورورو بارانونو په پایله کې د راوتلو سیلاونو له امله  ۷ میلیارده ډینارو  زیان لیدلی وو او د استفادې نه وتلي وو.

د عراق د مرکزي بانک  د رئیس دې څرګندونو  د ټولو سره  ډول ډول پوښتنې پیدا کړې.

د بله پلوه  په عراق کې شیعه مشر مقتدا الصدر ویلي دي چې  پدې اندازه ډیرو پیسو  او  بانکنوټونو ته  ضرر  رسیدل  په طبعي ډول سره  د اداري فساد په اړه د ټولو سره  پوښتنې  پیدا کوي او پيدا کړي دي. هغه ویلي دي چې ددې خبرې تر شا خامخا  فساد شتون لري. هغه  ددې پيښې عاملین  هر څه ژر  قضايي ارګانونو ته  د سپارولو غوښتنه کړې وه.

په عراق کې چې اداري فساد  او بډو کچه  ډیره لوړه ده یو زیات شمیر  سیاسي مشران  پدې اند  دي چې  دا  یوه غیرې منطقي  بهانه  ده  او ددې . هغوې وايي چې  دا پیسې غلا شوي  . ځینې برخې بیا وایي چې  که چیرې دا پيسې  د استفادې وړ هم  نوي  ټولو ته باید  ښکاره کړی شي. ددې پر ځای نورې پیسې باید چاپ کړی شي.

په جرمني کې د شفافیت نړۍوال سازمان ویلي دي چې  عراق په اداري فساد کې د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې په ۱۲ م کتار کې ځای لري.



اړوند خبرونه