سعودي عربستان ومنله چې د قاشقچي جنایت ستر جرم او خطاه وه
د سعودي عربستان لخوا د قاشقچي د جنایت په اړه پرله پسې څرګندونې.
1088762
سعودي عربستان د قاشقچي پر جنایت ندامت ښکاره کړ او وویل چې « د قاشقچي وژنه ستر جرم او لویه اشتباه وه . مونږ دا خبره منو. »
دا څرګندونې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وکړې.
هغه وویل چې د قاشقچي د جنایت د مسلې د سیاسي کولو او د سعودي عربستان په کورنیو چارو کې مداخله په کلکه توګه ردو.
هغه وویل چې د قاشقچي د جنایت مسله په یوې نړۍوالې مسلې بدل او نړۍوال اړخ ورته ورکول د منلو وړ خبره نده.
هغه ویلي دي چې د قاشقچي د جنایت مسله قضايي ارګانونو ته انتقال شوې ده .
هغه ویلي دي چې پدې جنایت کې دخیل هر سړی به د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي. ټول به محاکمه کړی شي.