د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو یو ځل بیا ملکي وګړي په قتل ورسول

د امریکا  په مشرۍ  ایتلافي ځواکونو  یو ځل بیا په لسګونو تنه  بې ګناه  ملکي وګړي په قتل ورسول.

1087312
د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو یو ځل بیا ملکي وګړي په قتل ورسول

د سوریې او عراق په پوله کې د ایتلافي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه  ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سوریې د دیروزور د  سیمې  ډاډمنو سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  ایتلافي ځواکونو اړوند  جنګي الوتکو  د یاد شوي ښار  ختیځ لوري ته  هجین  د  سیمې  چې  د داعش ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې ده  په شاوخوا کلو  هوايي بریدونه کړي دي چې له امله يي  لږ تر لږه  ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچینې ویلي دي چې  ایتلافي ځواکونو  د اکتوبر د ۱۸ او ۲۵ مو نیټو ترمنځه  د دیروزور ولایت د هجین ولسوالۍ اړوند  د سوسی  په کلي کې په یو جومات  د هوايي برید په ګډون  ۵۳ تنه  ملکي وګړي وژلي دي. خو  ایتلافي ځواکونو  بیا ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې د نوموړي جومات نه  د ډیپو په توګه استفاده کوله.

د بله پلوه  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګه پ وای ډي  د امریکا  په ملاتړ  د دیروزور ولایت  ختیځې او لویدیځې څنډې ډیر  اشغال کړي دي.

امریکا  د هوا  له لارې  او فرانسوي ځواکونه بیا  د توپچي  د بریدونو سره  د پ  ک ک ترهګرې ډلې نه ملاتړ کوي.

د یادولو وړ ده چې نن ورځ  د سوریې د خاورې ۲۸ سلنه  د پ ک ک ترهګرې ډلې تر اشغال لاندې  ده. داعش  بیا  د سوریې په دریو سیمو کې اوس هم  خپل موجودیت ته دوام ورکوي.

د سوریې د خاورې  ۳ عشاریه ۳ سلنه برخه  اوس هم د داعش ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې  ده .



اړوند خبرونه