سعودي عربستان او بحرین د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه د ترهګرو په لست کې شامل کړل
د ایران د سپاه پاسداران قدس د ځواکونو قومندان او دوو نورو مشرانو نومونه د سعودي او بحرین د ترهګرو په لست کې شامل شول

امریکا او ۶ نورو هیوادونو د ۹ تنو نومونه د طالبانو نه د ملاتړ او هغوې ته د مالي سرچینو د برابرولو له امله د ترهګرو په تور لست کې شمال کړل.
امریکا، سعودي عربستان، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، کویټ او عمان د ایران سپاه پاسداران قدس ځواکونو د ۳ مشرانو په ګډون د ۹ تنو نومونه د ترهګرو په تور لست کې شامل کړي دي. ویل کیږي پدې کسانو کې د طالبانو د خینو مهمو څیرو نومونه هم شتون لري.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې امریکا، سعودي عربستان، قطر، بحرین، متحده عربي اماراتو، کویټ او عمان په افغانستان کې د طالبانو سره د مرستې او هغوې ته د وسلو او مالي سرچینو د برابرولو په تور د ایران د سپاه پاسدارن قدس د ځواکونو د ۳ تنو مشرانو په ګډون د ۹ تنو نومونه د ترهګرو په تور لست کې شامل کړل.
د بله پلوه سعودي عربستان او بحرین بیا د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه او د سپاه پاسداران قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني ، د هغه مرستیال عبدالرضا شهلايي او حمید عبدالله هي نومونه د ترهګرو په لست کې شامل کړی دی.
د ویلو ده چې امریکا هم د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه او سپاه پاسداران قدس مشر سلیماني ، د هغه مرستیال شهلايي او عبدالله هي نومونه د ترهګرو په لست کې شامل کړي دي.
ویل کیږي ددې سره په یادو شوو هیوادونو کې د ایران د سپاه پاسدارن او د قاسم سلیماني، عبدالرضا شهلايي او حمید عبدالله هی ټول مال او داريي ګانې کنګلیږي او ددوې سره په تجاري او اقتصادي او نورمالو اړیکو ټینګولو بندیز لګول کیږي.