حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د توغندي برید وکړ.

حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ

1066580
حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د توغندي برید وکړ.

 

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي دي چې د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د نجران په ښار کې  د توغندي برید شوی دی.

ایتلاف  ویلي دي چې  توغندی  د سعودي عربستان د دافع سیستم لخوا په هوا کې تثبیت او شنډ کړی شوی دی.

د ایتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي دي چې  تیره شپه  د یمن  د سعدا  د ښار نه  د سعودي عربستان  د نجران په ښار  د بالستیک توغندي برید وشو چې  توغندی په هوا کې  تثبیت او شنډ کړی شو.

هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې  چاته ځاني او مالي زیان  ندی اوښتی.

هغه وویل چې  حوثي یاغیانو د ۲۰۱۵ کال راهیسې  په سعودي عربستان  ۲۰۴ د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي. پدې بریدونو کې  ۱۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ګن شمیر کسان ټپيان شوي دي.

حوثي یاغیان  وخت نا وخته د یمن د مختلفو سیمو نه د سعودي په بیلابیلو ښارونو بریدونه کوي. د حوثي یاغیانو ډیر  توغندي په هوا کې شنډیږي.



اړوند خبرونه