په عراق کې پر امنیتي پوستې ځانمرګی برید وشو.
د عراق د الانبار په ښار کې پر امنیتي پوستې برید وشو
1039558
د عراق د الانبار په ولایت کې په یوې امنیتي پوستې د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږ ۸ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
په چاودنه ۳ ملکي وګړو او ۵ امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بله پلوه د الانبار ولایت سیمه ایزو چارواکیو ویلي دي کیدای شي چې د مړو شمیره لوړه شي.
د چارواکیو په وینا د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی. د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.