په عراق کې د مقتدا الصدر مرستیال ووژل شو
د نامتو شیعه مشر مقتدا الصدر پوځي مرستیال ووژل شو
1006284
په عراق کې د نامتو شیعه مشر مقتدا الصدر د نظامي چارو مرستیال په وسله وال برید کې ووژل شو.
د عراق نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې په پوځي چارو کې د مقتدا الصدر مرستیال او سولې د غنډونو د ملیشه ځواکونو قومندان شوقي حداد د نجف ښار اړوند کوفه په سیمه کې په خپل کورکې د نامعلومو وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
ویل کیږي دا پیښه پرون رامنځته شوې ده .
د عراق پولیسو د پیښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي خو مقتدا الصدر د پيښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
د یادولو وړ ده چې د مقتدا الصدر په مشرۍ ایتلاف د عراق په تیرو پارلماني ټاکنو کې تر ټولو د ډیرو رایو په ترلاسه کولو سره په ولسي جرګه کې ډیرې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې.
ویل کیږي د مقتدا الصدر د مرستیال د وژلو مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې یا چا په غاړه ندی اخیستی.