د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده د الماني شرکتونو سره د اړیکو د پرې کولو امر وکړ.
د سعودي عربستان او ایران ترمنځه اړیکې د خرابیدو پر لورې روانې دي

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د الماني شرکتونو سره د اړیکو د پرې کولو امر وکړ.
د ویلو ده چې په سعودي عربستان کې تر ۸۰۰ ډیر الماني شرکتونه فعالیت کوي. دا شرکتونه د دواړو هیوادونو ترمنځه پدې وروستیو کې د ایران پر مسلې د رامنځته شوي بحران د قرباني کیدو د ګواښ سره مخامخ دي.
د المان د درشپیګل ورځپاڼې د یو خبر په خپرولو سره ویلي دي چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د الماني شرکتونو سره د اړیکو د پرې کولو پریکړه کړې ده . په خبر کې راغلي دي چې ددې خبرې یواځنی لامل د ایران د اټومي پروګرام د تړون د دوام پر سره د المان ټینګار دی.
د یادولو وړ ده چې تیر کال هم د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمر ګابریال لخوا د سعودي عربستان د لبنان پر سیاستونو د نیوکې له امله سعودي عربستان د المان نه خپل سفیر هیواد ته راغوښتی وو.
د سعودي عربستان او المان ترمنځه اړیکې یو اندازه خړې وې چې د ایران مسلې دا اړیکې ښې پسې خرابې کړې.
ویل کیږي کیدای شي چې د سعودي عربستان د بندیزونو د پریکړې نه تر ټولو ډیر د المان د زیمنس، بایر او بیوخینر شرکتونه چې د سعودي د روغتیا د وزارت سره قراردادونه لري ډير زیات اغیزمن شي.
د بله پلوه د المان د مرسدیس بنز کمپنۍ ویلي دي چې د سعودي عربستان نه د جدې ښار د بسونو لوی قرارداد اخیستی دی چې کیدای شي دې قرارداد ته هم زیان ورسیږي.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده په الماني شرکتونو په دولتي داوطلبیو او قراردادونو کې د ګډون بندیز ولګو.
د بله پلوه د المان د دایملر په نامه د موټرو شرکت ویلي دي چې تر اوسه پورې د سعودي عربستان سره په اړیکو کې کومه ستونزه نده رامنځته شوې . هر څه د پخوا په څیر نورمال دي.
سعودي عربستان پدې اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .
د یادولو وړ ده چې المان د پنځه جمع یو د هیوادونو په کتار کې دی چې د ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړی وو. سعودي عربستان چې وار د مخه ددې تړون سره مخالف وو د امریکا لخوا د تړون نه د جلا کیدو نه تود هر کلی وکړ.
خو په ځانګړې توګه جرمني او د ملګروملتونو د امنیت شورا نور غړي لکه روسیه ، چین او فرانسه د ایران سره د لاسلیک کړي تړون په دوام ټینګار کوي.
سعودي عربستان د جرمني ددې ټینګار سره سخت مخالفت کوي.