غزې د اسراييلو مكارانه مرستې رد كړې.

په غزه كې د دوشنبې په ورځ د اسراييلو لخوا پر لاريون كونكو باندې د وحشيانه بريدونو نه وروسته ددې هېواد ځينو ادارو د اسراييلو لخوا ټپي شو كسانو ته طبي مرستې ولېږلې چې د فلسطينيانو لخوا ونه منل شوې.

972733

فلسطيني ځوانانو نن سهار د اسراييلو د بېړنيو مرستو د ادارې`` سور داودي ستوري`` لخوا رالېږل شوې مرستې ددې هېواد د كرم ابو سليم په سرحدي دروازه كې ودرولې او پرې يې نه ښودلې چې فلسطين ته راوړل شوي.  ويل كيږي چې دا مرستې بېرته اسراييلو ته لېږل شوې دي.

په فلسطين كې د محاصرې د ماتولو د كمېټې مشرانو څرګنده كړه چې اسراييل د بېګناه فلسطينيانو تر شهيدولو او او ټپي كولو وروسته اوس مكارانه مرستې كوي چې ګويا نړيوالې ټولنې ته خپل انځور سم كړي. ددې لپاره دا مرستې په هېڅ ډول زموږ لپاره د منلو وړ نه دي.

د بله پلوه د اسراييلو او مصر هېوادونو بيا نن په يو غير انساني اقدام كې په غزه كې د ټپي شو كسانو د درملنې په موخه د تركيې لخوا لېږل شو امبولانس الوتكو ته د ناستې اجازه ورنكړه. ټاكل شوې وه چې دې الوتكو په غزه كې شديد ټپيان تركيې ته د درملنې لپاره راوړي واى.

اړوند خبرونه