اسراييلو په غزه كې عاموژنه پيل كړه!
وروسته له هغه چې په اسراييلو كې د امريكا د متحدو ايالتونو د سفارت ودانۍ ددې هېواد له پلازمېني تل ابيب نه د فلسطين خاورې بيت المقدس ته انتقال شوه، د غزې په تراړه كې د فلسطينيانو لاريونونه هم پيل شول.
وروسته له هغه چې په اسراييلو كې د امريكا د متحدو ايالتونو د سفارت ودانۍ ددې هېواد له پلازمېني تل ابيب نه د فلسطين خاورې بيت المقدس ته انتقال شوه، د غزې په تراړه كې د فلسطينيانو لاريونونه هم پيل شول.
د لاريونونو د پيل راهيسې تر اوسه پورې ۵۲ تنه فلسطينيان د اسراييلي سرتېرو د مخامخ ډزو په پايله كې شهيدان شوي دي او ۱۵۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
فلسطينيانو بيت المقدس ته د امريكا د سفارت د دوانۍ د لېږدولو پر خلاف د غزې او لوېديځې تراړې په سيمو كې پر لاريونونو پيل كړى دى. د بيت الحم، الخليل او رام الله په ښارونو كې زرګونو كسانو د اسراييلو او امريكا دا اقدام وغندولو چې د لاريون پر مهال د اسراييلي سرتېرو د بې رحمۍ سره مخ شول.
تر اوسه پورې د شهيدو شو كسانو شمېره ۵۱ تنو ته لوړه شوې ده چې لږ تر لږه ۱۵۰۰ تنه نور ټپيان او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ټپي شو كسانو ترمېنځ ۹ تنه يې خبريالان دي. اسراييلي ځواكونه پر لاريون كونكو باندې د بې پيلوټه الوتكو لخوا د اوښكو بيونكو ګازو بمونه غورځوي.
فلسطيني لاريون كونكي بيا د ظلم پر وړاندې يواځې د ډبرو په واسطه ځواب وايي.
په بيت المقدس كې د امريكا د سفارت د ودانۍ د پرانيستل كېدو په اړه د نړۍ په ګوډ ګوډ كې لاريونونه روان دي. تر اوسه پورې په ۴۶ هېوادونو كې د لسګونو زرو كسانو د لاريونونو د پيل لپاره تيارى نيول شوى دى.