بيت المقدس ولې مهم دى؟

پدې ښار كې اوسمهال ۸۰۰ زره كسان ژوند كوي چې د فلسطينيانو او اسراييلو دواړو لپاره ځانګړى اهميت لري.

970679
بيت المقدس ولې مهم دى؟

 

بيت المقدس چې د فلسطين په زړه كې پروت دې د درې آسماني دينونو لپاره د سپېڅلتيا سربېره د ستراتيژيكې پلوه هم ځانګړى اهميت لري. دا ښار د آسيا، افريقا او اروپا د لويو وچو د تقاطع په نقطه كې پروت دى او د ختيځې مديترانې ستراتيژېكې سيمې  ته د تګ تر ټولو مهمه دروازه بلل كيږي.

پدې ښار كې اوسمهال ۸۰۰ زره كسان ژوند كوي چې د فلسطينيانو او اسراييلو دواړو لپاره ځانګړى اهميت لري.

دې ښار ته عربان القدس او اسراييليان يورشيليم وايي. دا ښار د نړۍ د تر ټولو لرغونونو تمدونونو زانګو بلل كيږي. په عين حال كې د مسلمانانو لومړنۍ قبله هم وه. حضرت محمد ص له همدې ځايه معراج ته لاړ او دلته مسجد الاقصى آباد شو. دې  ښار كې قبه الصحرا او همدا مسجد الاقصى د مسلمانانو د تاريخ سمبولونه بلل كيږي.

بيت المقدس د لومړي ځل لپاره د دويم خليفه حضرت عمر رض لخوا فتحه شو.

دا ښار د عيسويانو او يهودانو لپاره هم ځانګړى اهميت لري. د عيسويت پر اساس حضرت عيسى په همدې ښار كې په صليب زړول شوى دى. د همدې امله سيمه د عيسويانو لپاره د حج د ادا كولو هومره مقدسه ده.

دا ښار له ميلاده وړاندې په ۱۰مه پېړۍ كې د داود ع لخوا ونيول شو چې د همدې امله د يهودانو لپاره اهميت لري. دا ښار د ۴۰۰ كلونو لپاره د عثماني امپراتورۍ يوه برخه وه. د ښار په شاوخوا كې دېوالونه د قانوني سلطان سليمان په موده كې جوړ شوي دي.

دا دېوالونه اوسمهال په زوړ ښار كې د مسلمانانو، عيسويانو او يهودانو د اوسېدلو سيمې له يو بل نه جلا كوي.

دا ښار چې اوسمهال  ملګرو ملتونو د كلتوري ميراثونو د ساتنې د ادارې يونسكو په لست كې هم شامل دى، د ستراتيژيك اهميت له پلوه تل د جګړو ښكار شوى دى.

دا ښار د ۱۵۱۷ ميلادي كال نه تر ۱۹۱۷ ميلادي كاله پورې پوره ۴۰۰ كاله د عثماني امپراتورۍ يوه برخه وه. كله چې په ۱۹۱۷م ميلادي كال كې د عثمانيانو تر كنتروله ووت نو ناورين يې هم پيل شو.

په ۱۹۶۷م ميلادي كال كې د اسراييلو لخوا پرې يرغل وشو او دا دى نيمه پېړۍ ده چې په غير قانوني توګه يې تر يرغل لاندې راوړى دى.

كه څه هم اسراييل ادعا كوي چې دا ښار د دوى پلازمېنه ده خو د نړۍ هېڅ يو هېواد يې په رسميت نه پېژني. تېر كال د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره اعلان وكړ چې خپل سفارت به له تل ابيب نه بيت المقدس ته ولېږدوي.



اړوند خبرونه