د ايران په اړه د سعودي مهمې څرګندونې
د سعودي عربستان هېواد د ټرمپ لخوا د ايران سره د اتومي لانجې په اړه د لاسليك شوي تړون د لغوه كېدلو نه وروسته پدې اړه مهمه پروكړه وكړه.
968168
د سعودي عربستان هېواد د ټرمپ لخوا د ايران سره د اتومي لانجې په اړه د لاسليك شوي تړون د لغوه كېدلو نه وروسته پدې اړه مهمه پروكړه وكړه.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير په امريكا كې د سي اېن اېن انټرنشنل ټلوېزيوني كانال سره په مركه كې وويل چې د د ايران د اتومي تړون په اړه د امريكا تر پرېكړې وروسته كه چېرې ايران خپل اتومي پروګرام ته دوام وركړي نو سعودي به هم ورته اقدام وكړي.
جبير وويل چې `` كه چېرې ايران د اتومي وسلې د ترلاسه كولو قابليت ترلاسه كړي نو موږ به هم د د اتومي قابليت د ترلاسه كولو په موخه هلې ځلې وكړو.``
دا لومړى ځل دى چې سعودي عربستان په دومره ښكاره ډول ايران ته ګواښ وكړ.