د اسراييلو لخوا پر ايران باندې نوى تور

اسراييلو چې پخوا ادعا كړې وه چې ايران د هېواد په ختيځ كې د افغانستان سره سرحد ته نږدې د اتومي وسلو د جوړولو په اړه آزمېښتونو ته تيارى نيسيي، يې پر دې هېواد نوي تورونه ولګول.

966592

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د جنوبي قبرس د يوناني ادارې نه د رسمي ليدنې پر مهال خبريالانو ته وويل چې ايران د اسراييلو د لمنځه وړولو په موخه په سوريه كې د ډېرو خطرناكو وسلو په توليد بوخت دى.

تر اوسه پورې ايران مقاماتو پدې اړه څه نه دي ويلي.

نتنياهو پخوا وويلي وو چې ايران په ۲۰۱۵م كال كې د نړيوالې ټولنې سره د اتومي لانجې پر سره د خبرو اترو پر مهال هغه اسناد او شوهاد پټ كړي و چې د هېروشيما ډوله ۵ اتومي بمونو د جوړولو په برخه كې ترې كار اخيستل شوى و.

اړوند خبرونه