په عراق کې د حشد الشعي مهم مشر ووژل شو.
په عراق کې د حشد الشعبي یو مهم مشر ووژل شو

په عراق کې د حشد الشعي مهم مشر ووژل شو.
د عراق په پلازمینه بغداد کې د حشد الشعبي ملیشه ځواکونو عمومي مالي ریس د خپل کور په مخکې په وسله وال برید کې ژوند د لاسه ورکړ.
د حشد الشعبي د ډلې لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې ددوې د مالي چارو عمومي ریس قاسم ضعیف د پلازمینې بغداد په سویل کې د بایا په سیمه کې د خپل کور په مخکې د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.
د یادولو وړ ده چې د حشد الشعبي ملیشه جنګیالیو تیره ورځ په پلازمینه بغداد کې د تنخواګانو د نه ترلاسه کولو له امله مظاهره کړې وه.
د بله پلوه ویل کیږي چې د حشد الشعبي د ډلې په مالي چارو کې نږدې ۲۲ میلیونه ډالره درغلې شوي دي.
د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي خبري غونډې ته د حشد الشعبي په ډله کې د مالي درغلیو نه خبر ورکړی وو.
هغه ویلي وو چې ددې ډلې لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې د پام وړ درغلۍ شوي دي. هغه پدې درغلیو کې د یادې شوې ډلې د مشرانو د هادي الامیري او ابو مهندس نه یادونه شوې ده .
اړوند خبرونه

د اسرائیل لومړي وزیر د امریکا د ولسمشر پر خلاف سخت غبرګون وښود
نتنیاهو : اسرائيل يو خپلواک هېواد دی چې د بهرنيو فشارونو له مخې پرېکړې نه کوي.