د سعودي‌ په پلازمینه کې د شاهي‌ ماڼۍ ترڅنګ د ډزو غږونه اوریدل شوي‌ دي

د سعودي‌ د شاهي‌ ماڼۍ ترڅنګ د قوي‌ ډزو غږونه اوریدل شوي‌ دي

956411
د سعودي‌ په پلازمینه کې د شاهي‌ ماڼۍ ترڅنګ د ډزو غږونه  اوریدل شوي‌ دي

د  سعودي‌ عربستان  په پلازمینه  ریاض  کې  د شاهي‌ ماڼۍ ترڅنګ  د ډزو  غږونه  اوریدل شوي‌ دي.

د ترلاسه شوو  معلوماتو له مخې  سیمې  ته  یو زیات شمیر  امنیتي  ځواکونه  رسیدلي‌ دي‌.

په ټولنیزه  مډیا  کې  په خپرو شوو ویدیو ګانو کې  د ډزو غږونه  اوریدل کیږي.

د ډزو  لامل  تر اوسه پورې ناڅرګند  دی  او  سعودي  عربستان هم  د نوموړې پيښې  په اړه څه ندي  ویلي.

د سعودي‌ عربستان د پلازمینې ریاض  د پولیسو ویاند  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې امنیتي‌ ځواکونو  د ښار د خوزمه  په سیمه کې  د یوې امنیتي‌ پوستې  د پاسه  ډرون  الوتکه  تثبیت کړه چې  د هغه د لمنځه وړو په خاطر  ډزې  وشوې.

د بله پلوه  یو تن بل جګپوړي‌ چارواکي‌ د رویټرز خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې  امنیتي‌ ځواکونو  د  یوې ډرون الوتکې  چې ګمان کیږي‌ د لوبو لپاره  الوزول شوې وه  د راغورځولو په خاطر ډزې کړي دي.

نوموړي‌ چارواکي‌ ویلي‌ دي‌ چې د پيښې او ډزو  پر مهال  ملک سلمان بن عبدالعزیز  په خپل ماڼۍ کې نه وو  او استراحت په خاطر  یو بڼ ته  تللی وو.



اړوند خبرونه