پر سوريې د اسراييلو له بريده امريكا خبره وه!

د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت څرګنده كړه چې پر سوريې باندې د اسراييلو د تېرې ورځې بريد نه وړاندې موږ ته خبر را كړى و.

947760
پر سوريې د اسراييلو له بريده امريكا خبره وه!

 

 

د پينټاګون يو تن چارواكي ددې هېواد د ان بي سي كانال سره په مركه كې وويل چې په سوريه كې د بشار اسد اړوند يوې نظامي هډې باندې د اسراييلو د هوايي بريد نه لږ وړاندې امريكايي چارواكو ته خبر وركړل شوى و.

د اسراييلو هوايي ځواكونو د سوريې پلازمېنې دمشق ته نږدې د بشار اسد پر يوې نظامي هوايي هډې باندې بريد وكړ. دا بريد نن سهار د سوريې په وخت شاوخوا ۴ بجې ترسره شو چې په كې يو شمېر نظاميانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.

د روسيې نظامي چارواكو څرګنده كړه چې دا بريد اسراييلو لخوا د دوو اېف -  ۱۵ ډوله جنګي جټ الوتكو په واسطه ترسره شوى دى.

ويشتل شوې نظامي هډه د سوريې د حمص په ښار كې ده او ټي – ۴ نوميږي. اسراييلي چارواكو پدې اړه د څرګندونو د كولو نه ډډه وكړه.

ويل كيږي چې دا نظامي هډه په سوريه كې د بشار اسد د رژيم د ځواكونو تر ټولو لويه هډه بلل كيږي.  پدې هډه كې د رژيم د سرتېرو سربېره د ايران په مشرۍ شيعه ملېشې او د روسيې نظامي مشاورين هم مېشت دي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې په بريد كې لږ تر لږه ۱۵ تنه نظاميان وژل شوي دي چې ۴ تنه يې ايرانيان دي.


پيوندونه: #دمشق , #امریکا , #سوریه

اړوند خبرونه