پر سوريې باندې د اسراييلو هوايي بريد
د اسراييلو هوايي ځواكونو د سوريې پلازمېنې دمشق ته نږدې د بشار اسد پر يوې نظامي هوايي هډې باندې بريد وكړ.
947715
د اسراييلو هوايي ځواكونو د سوريې پلازمېنې دمشق ته نږدې د بشار اسد پر يوې نظامي هوايي هډې باندې بريد وكړ. دا بريد نن سهار د سوريې په وخت شاوخوا ۴ بجې ترسره شو چې په كې يو شمېر نظاميانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
د روسيې نظامي چارواكو څرګنده كړه چې دا بريد اسراييلو لخوا د دوو اېف - ۱۵ ډوله جنګي جټ الوتكو په واسطه ترسره شوى دى.
ويشتل شوې نظامي هډه د سوريې د حمص په ښار كې ده او ټي – ۴ نوميږي. اسراييلي چارواكو پدې اړه د څرګندونو د كولو نه ډډه وكړه.
ويل كيږي چې دا نظامي هډه په سوريه كې د بشار اسد د رژيم د ځواكونو تر ټولو لويه هډه بلل كيږي. پدې هډه كې د رژيم د سرتېرو سربېره د ايران په مشرۍ شيعه ملېشې او د روسيې نظامي مشاورين هم مېشت دي.
د لومړنيو معلوماتو له مخې په بريد كې لږ تر لږه ۱۵ تنه نظاميان وژل شوي دي چې ۴ تنه يې ايرانيان دي.