په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنو په خاطر رای اچونه پیل شوه
په مصر کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې پيل شوې
په مصر کې د مخالفو ګوندونو او ډلو لخوا د ولسمشرۍ ټاکنې د بایکاټ کولو تر سیورې لاندې د رای اچونې لړۍ پیل شوه.
په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په ترڅ کې د رای اچونې بهیر به درې ورځې دوام وکړي.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د رای اچونې بهیر نن د سهار په ۹ بجو پیل شو او د چهار شنبې د ورځې د ماښام په ساعتونو کې به پایته ورسیږي.
د مصر پدې ټولټاکنو کې ولسمشر عبدالفتاح السیسي د سبا د ګوند د مشر موسی مصطفی موسی سره سیالي کوي.
د مصر د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې د هیواد دننه او بهر جمعآ ۵۹ میلیونه ۷۸ زره او ۱۳۸ واجد د شرایطو رای اچوونکې شتون لري. دا رای اچوونکې په د هیواد په دننه او بهر کې په ۱۳ زره ۹۸۷ د رایو اچونې په مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.
د مصر د ټولټاکنو نه د قضايي ارګان ۱۸ زره ۶۷۸ تنه منسوبین نظارت کوي.
همداشان د مصر ټولټاکنې د ۵۴ ځايي او ۹ بهرنیو خبري اژانسونو سربیره د ۶۸۰ بهرنیو خبریالانو تر پوښښ لاندې نیول شوي دي.
رای ورکوونکې کولی چې د هیواد په هر ګوټ کې یعنې په ۲۷ ولایتونو کې خپله رای وکاروي.
د مصر د ولسمشرۍ ټاکنې به د مارچ په ۲۶، ۲۷ او ۲۸ مو نیټو دوام وکړي. حکومت په ټاکنو کې د پراخ ګډون په خاطر خلک تشویقوي.
سیاسي شننونکې پدې اند دي چې د ټاکنو ګټوونکی معلوم دی. داسې ښکاري چې ټاکنې په لوی توپیر سره سیسي وګټي.
د ویلو ده چې بهر میشتو مصریانو د مارچ به ۱۶ مه نيټه د دریو ورځو لپاره خپلې رایې وکارولې. په بهر کې په ټاکنو کې د ګډون کچه ډیره زیاته ټیټه وه.
تمه کیږي چې د اپریل په دویمه نيټه د ټاکنو پایلې اعلان شي.