د پولې بهر د ترهګرۍ سره د تركيې مبارزه

د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى دي پر خلاف د زيتون د څانګې عمليات چې د جنورۍ په ۲۶مه نېټه پيل شوي دي اوس هم دوام لري.

931577
د پولې بهر د ترهګرۍ سره د تركيې مبارزه

 

 

د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى دي پر خلاف د زيتون د څانګې عمليات چې د جنورۍ په ۲۶مه نېټه پيل شوي دي اوس هم دوام لري. په تېره يوه اونۍ كې د عفرين په مربوطاتو كې د جندرس، راجو، شيخ حديد او شېران ستراتيژيكې سيمې د پې واى ډي له ترهګرو پاكې شوې. پدې ډول د تركيې په سوېلي پولو كې د ترهګرو تصفيه ددې سبب شوه چې د توغنديو په واسطه د تركيې پر خاوره باندې د ترهګرو د بريدونو مخه ونيول شوه. دا د تركيې د ملي امنيت له اړخه ځانګړې لاسته راوړنه ده. د عفرين له سيمې د تركيې په سوېل كې د كيليس او ريحانلې پر ښارونو باندې د راكټي بريدونو مخه نيول په خپل ذات كې د زيتون د څانګې د عملياتو تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ده.

د سياست، اقتصاد او ټولنې د څېړنو د وقف (SETA) يو تن څېړونكي او ليكوال جان آجون د موضوع په اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم:

د زيتون د څانګې د عملياتو يوه بله مهمه لاسته راوړنه بيا دا ده چې تركي ځواكونو د امانوس د غرونو لمن له ترهګرو تصفيه كړه. دا سيمه د څو كلونو راهيسې د پې كا كا/ پي واى ډي د ترهګرو لخوا د سوريې له خاورې تركيې ته د  وسلو او مهماتو سربېره د اورپكو د تګ راتګ په موخه كارول كېدله. تركيې په خپله سرحدي پوله كې يو زيات شمېر داسې وسلې او مهمات ونيول چې د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا د پي واى جي ترهګرو ته وركړل شوې وې. د تركيې د ملي امنيت لپاره د ګواښ د لمنځه وړولو په موخه بايد تركيه په عين حال كې د پې كا كا تر حاكميت لاندې خاوره ونيسي او بشري  او مالي سرچينې يې هم شنډې كړي. تركيې د زيتون د څانګې او د فرات د سپر د عملياتو په ترڅ كې يو ځل بيا په ډاګه كړه چې هېڅكله به د هېواد په سوېلي پولو كې د ترهګرو د تګ راتګ دهلېز ته اجازه ورنكړي.

د زيتون د څانګې د عملياتو په ترڅ كې د عفرين ښار اوسمهال د تركيې د وسله وال پوځ او د آزادې سوريې د اوردو د ځواكونو لخوا تر محاصرې لاندې دى. د پي و اى جي ملېشې د عفرين په سيمه كې د ملكي وګړو نه د جګړې د سپر په توګه ګټه اخلي او اجازه نه وركوي چې هغوى له ښاره بهر ووځي. د تركيې د بې پيلوټه الوتكو په ويډيوګانو كې ښكاري چې ترهګر ملكي وګړو ته اجازه نه وركوي چې له ښاره ووځي. ملكي وګړي هڅه كوي چې د وسله وال پوځ او د آزادې سوريې د اوردو لخوا تصفيه شوو سيمو ته لاړ شي. د عملياتو پر مهال د ملكي وګړو د ژغورنې په موخه د تركيې د حساسيت له كبله كېداى شي چې د عفرين پر مركز باندې عمليات لږ وروسته پيل شي.

د زيتون د څانګې د عملياتو د دوام تر څنګ تركيه هڅه كوي چې د ډيپلوماټيكو لارو هم د ترهګرۍ د ستونزې لپاره دايمي حل لاره رامنځته كړي. پدې ترڅ كې تركيې د فرات د سيند په ختيځ كې د منبج د سيمې په اړه د امريكايي چارواكو سره خبرې اترې پيل كړي او د بله پلوه يې د عراق په شمال كې د ترهګرو ډلو د عناصرو د تصفيې په موخه ددې هېواد د مركزي حكومت سره سلا مشورې ته رسېدلي دي.

د منبج سيمه د امريكا د متحدو ايالتونو په ملاتړ د پي واى ډي د ترهګرو لخوا له داعش ونيول شوه. امريكايانو تركيې ته وعده وركړې وه چې د ښار تر نيول كېدلو وروسته به پي واى ډي له ښاره وځي او سيمه به عربانو ته پرېږدي. تركيې پدې ډول د امريكا وړانديز ومنلو. تر عملياتو وروسته لوړپوړو امريكايي چارواكو څرګنده كړه چې د منبج له ښاره د پي واى ډي ځواكونه پر شا شوي دي. په حقيقت كې د امريكايي چارواكو دا ادعا هېڅكله هم ريښتيا نشوه. ځكه د فرات د سپر د عملياتو پر مهال د پي وا ډي د ترهګرې ډلې ملېشو د منبج له ښاره د تركيې پر وسله وال پوځ او د آزادې سوريې د اوردو پر ځواكونو باندې بريدونه وكړل. تركيه هوډ لري چې د زيتون د څانګې د عملياتو په ترڅ كې به تر عفرين وروسته د منبج سيمه هم له ترهګرو تصفيه كړي.

تركي چارواكو پدې اړه د امريكايي چارواكو سره خبرې اترې پيل كړي دي. پدې اساس بايد لومړى له منبج نه د پي واى ډي ترهګر وويستل شي.  بيا وروسته سيمه د تركيې او امريكا د نظاميانو لخوا په ګډه كنترول شي. په سيمه كې د ثبات دنده به د دواړو هېوادونو لخوا په ګډه پلې شي. د امريكا لخوا د تركيې د غوښتنو منل به ددې هېواد په ګډه وي. ځكه تركيه له ترهګرو د منبج د پاكولو پوره هوډ لري.

په عراق كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د منسوبينو د تصفيې په موخه ددې هېواد د مركزي حكومت سره خبرې اترې روانې دي. ويل كيږي چې په عراق كې تر ټاكنو وروسته به د مركزي حكومت او تركيې لخوا په ګډه نظامي عمليات پيل شي.  د تركيې وسله وال پوځ ددې قابليت لري چې په دو جبهو كې جګړه وكړي. كه د زيتون د څانګې عمليات هم دوام وكړي نو وسله وال پوځ به په عين كې د عراق په شمال كې د پې كا كا د ترهګرو پر وړاندې نوې جبهه پرانيزي. په عراق كې د دوهوك، زاګروس او قنديل په سيمه كې د پې كا كا د ترهګرو ځالې دي. پې كا كا په سوريه او عراق كې د داعش د ظهور سره سره د خپل حاكميت د پراختيا په موخه كوټلي ګامونه پورته كړل. په عراق كې دې ډلې له داعشي ترهګرو د سينجار د غرونو لمنه ونيوله چې له دې لارې يې د سوريې د خاورې سره اړيكې ټينګې شوې. پې كا كا دا سيمه د عراق او سوريې ترمېنځ د ارتباطي پله په توګه كاروي.

د ترهګرۍ سر وړاندې د تركيې د مبارزې نوې ستراتيژي دا ده چې د ترهګرو پر وړاندې بايد د هېواد له پولو بهر مبارزه وشي. د فرات د سپر د عملياتو سره سم د جرابلس، دابق او الباب د سيمو د نيولو په پايله كې پر تركيې باندې د ترهګري بريدونو كچه راټيټه شوه. د زيتون د څانګې د عملياتو په پايله كې د عفرين او منبج تصفيه به ددې سبب شي چې د پې كا كا د ترهګرو لخوا پر تركيې باندې د بريدونو كچه نوره هم راټيټه شي.

 



اړوند خبرونه