د فلسطين پر لومړي وزير بريد وشو!
په غزه كې د فلسطين د لومړي وزير د موټرو د كاروان پر لاره باندې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي مواد چاودېدلي دي.
929019
د سيمه ايزو رسنيو د معلوماتو پر اساس د لومړي وزير رامي حمادالله د موټرو پر كاروان باندې لومړى بمي بريد شوى او بيا وروسته د وسلو ډزې اورېدل شوي دي.
په پېښه كې درې موټرو ته سخت زيان رسېدلى دى خو چاته په كې ځاني زيان نه دى رسېدلى.
د بله پلوه د غزې په تراړه كې د كورنيو چارو وزارت بيا ادعا كړې ده چې دا چاودنه په كاروان كې د يو موټر د ټاير د چاودېدلو په پايله كې رامنځته شوې ده.
د بله پلوه د فلسطين حكومت ددې پېښې پړه د حماس پر ډلې اچولې ده.
د بله پلوه تركيې د يوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره د فلسطين پر لومړي وزير رامي حمادالله باندې بمي بريد په كلكو ټكو وغندلو .
د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د پېښې عاملين بايد ژر تر ژره ونيول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.