د سوريې د جګړې د قربانيانو دردونكې شمېره!
په سوريه كې د ۲۰۱۱ كال راهيسې د روانې كورنۍ جګړې په پايله كې د وژل شو كسانو په اړه كره راپور خپور شو.
928147
په سوريه كې د ۲۰۱۱ كال راهيسې د روانې كورنۍ جګړې په پايله كې د وژل شو كسانو په اړه كره راپور خپور شو.
د سوريې د بشري حقونو نه د څارنې سازمان په خپل نوي راپور كې څرګنده كړه چې په سوريه كې د ۲۰۱۱ م كال راهسيې تر ننه پورې ۵۱۱ زره كسان وژل شوي دي.
ددې سازمان د راپور له مخې د وژل شوو كسانو نه د نږدې ۳۵۰ زره كسانو هويت تثبيت شوى دى او د پاتې څه باندې ۱۶۰ زره نورو كسانو هويت له معلوم نه دى.
په سوريه كې د ۲۰۱۱م كال د مارچ په مياشت كې سراسري لاريونونه پيل شول. د همدې په دوام د سيمه ايزو او نړيوالو زبرځواكونو د مداخلې په پايله كې جګړه پيل شوه چې تر نيم ميليون زيات كسان په كې ووژل شول.
د راپور له مخې د وژل شوو كسانو ۸۵ سلنه يې د بشار اسد د رژيم د ځواكونو او روسيې په ګډون د نورو بهرنيو ملېشو لخوا وژل شوي دي.