د داعش ترهګرې ډلې مشر البغدادي خور د اعدام په سزا محکومه شوه
د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابو بکر البغدادي خور د ترهګرۍ نه د ملاتړ په جرم د ټول عمر لپاره په حپس او اعدام محکومه شوه.
925394
د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابو بکر البغدادي خور د ترهګرۍ نه د ملاتړ په جرم د ټول عمر لپاره په حپس او اعدام محکومه شوه.
د عراق د سترې محکمې ویاند عبدالستار بیرقدار ویلي دي چې د جزا محکمې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابو بکر البغدادي خور چې د ترهګرۍ نه د ملاتړ په جرم تورونه وه د ټول عمر لپاره په حپس او اعدام په سزا محکومه کړه.
ویاند ویلي دي چې د البغدادي خور د تحقیقاتو پر مهال په خپل جرم اعتراف کړی وو. هغه ویلي وو چې د داعش سره د لوژیستیکي مرستو سربیره په موصل کې داعشیانو باندې پيسې هم ویشلي دي.
ویاند ویلي دي چې د داعش ترهګرې ډلې د مشر البغدادي د خور سربیره د هغه اوښې هم د یادې شوې ترهګرې ډلې جګپوړی چارواکی وو چې هغه مخکې د اعدام په سزا محکوم شوی دی.