د اسراييلو په اړه د ټرمپ اعتراف

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د په رسميت پېژندلو سره يې د ټولې نړۍ غبرګون را پارولى و، اوس له اسراييلو سر ټكوي.

909177
د اسراييلو په اړه د ټرمپ اعتراف

 

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د په رسميت پېژندلو سره يې د ټولې نړۍ غبرګون را پارولى و، اوس له اسراييلو سر ټكوي.

ټرمپ څرګنده كړه چې دى مطمين نه دى چې اسراييل دې سوله وغواړي.

نوموړي په لوېديځه تراړه كې چې د اسراييلو تر يرغل لاندې ده، ددې هېواد لخوا د يهودي استوګنځايونو د جوړولو په اړه وويل چې دا كار د سولې بهير نور هم ټكنى كوي.

ټرمپ چې يوې اسراييلي ورځپاڼې سره مركه كوله څرګنده كړه چې فلسطنيان سوله نه غواړي او دى مطمين نه دى چې اسراييل دې هم د سولې پلوي وكړي.

ټرمپ په لوېديځه تراړه كې د اسراييلو لخوا د يهودي استوګنځايونو د پروژې سره مخالفت وكړ او څرګنده يې كړه چې دا بهير به د سولې بهير نور هم ټكنى كړي. پدې برخه كې بايد اسراييل لا زيات دقت وكړي.

د بله پلوه د ټرمپ لخوا د بيت المقدس تر پرېكړې وروسته فلسطيني مشر محمود عباس د سولې د خبرو اترو په بهير كې د امريكا منځګړيتوب رد كړ. عباس اوسمهال په مسكو كې په رسمي ليدنو بوخت دى.

روسيې په ۲۰۱۶م كال كې د اسراييلو – فلسطين ترمېنځ د سولې د خبرو اترو د منځګړيتوب وړانديز كړى و خو دا وړانديز عملي شوى نه و.



اړوند خبرونه