امریکا په سوریه کې تر سلو ډیر د اسد پلوي او ایراني ځواکونه وژلي
امریکايي ځواکونو په سوریه کې په ایراني او د اسد د رژیم په جنیګالیو خونړي بریدونه کړي دي.
امریکايي ځواکونو په سوریه کې په ایراني او د اسد د رژیم په جنیګالیو خونړي بریدونه کړي دي.
ویل کیږي په وژل شوو کسانو کې روسي پوځیان هم شتون لري.
د اسد د پلوي ځواکونو لخوا د امریکا تر حماېې لاندې تش په نامه د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو په قالب کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په جنګیالیو د پراخه برید نه وروسته امریکايي جنګي الوتکو او توپخانې د اسد په جنګیالیو او ایراني ځواکونو درانده بریدونه وکړل.
د ویلو ده چې د اسد پلوي ځواکونه د تیرې چارشنبې د شپې د نیمايي نه په اعتبار سره د دیروزور د شمال نه د محاسن په سیمه کې د تیلو کوهیانو د نیولو په خاطر د فرات سیند ختیځ لورې ته په تیریدو پیل وکړ.
د اسد پلوي جنیګالیو د ځان سره د راوړو سیارو استحام پلونو په واسطه د فرات سیند پورې غاړې ته تیر شول. شاوخوا ۵۰۰ تنو د اسد پلوي ځواکونو د پ ک ک ترهګرې ډلې قرارګاه چې ویل کیږي امریکايي ځواکونو هم پکې شتون درلود محاصره کړه او برید يي پرې پیل کړ.
امریکايي ځواکونو د پ ک ک ترهګرې ډلې نه په پلوي سره د اسد په پلوي ځواکونو چې ډیری ایراني ځواکونه ول په هوايي او د توپخانې په بریدونو پيل وکړ.
امریکايی ځواکونو پدې بریدونو کې تر سلو ډیر د اسد پلوي ځواکونه له منځه یوړل.
ویل کیږي په وژل شوو کسانو کې درې تنه روسي افسران هم شتون لري.
امریکا متحده ایالتونو د نوموړو بریدونو په اړه ویلي دي چې لومړی د اسد ځواکونو برید وکړ چې دوی د مدافع د حق نه په استفادې سره متقابل بریدونه کړي دي.
روسیې ددې پیښې نه وروسته امریکا د سوریې د ویشلو په پلان درلودو تورن کړ.روسیې وویل چې امریکا نیت خراب دی او غواړي چې سوریه پارچه پارچه کړي.
روسیې ویلي دي چې په سوریه کې د امریکا اصلي نیت د داعش پر وړاندې مبارزه نه بلکې ددې هیواد د شتمنیو غلا کول دي.
د بله پلوه په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې دایمې استازي د امنیت په شورا کې د یو ډیر مهم راض نه پرده پورته کړه.