په سعودي عربستان یو ځل بیا د بالستیک توغندي برید وشو.
د یمن د خاورې نه په سعودي عربستان د توغندي برید وشو
په سعودي عربستان یو ځل بیا د بالستیک توغندي برید وشو.
د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض د بالستیک توغندي برید وشو.
حوثي یاغیانو یو ځل بیا د یمن د خاورې پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې حوثي یاغیان په سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید کوي. حوثیانو ددینه وړاندې هم څو ځله په سعودي عربستان د بالستیک توغندي بریدونه کړي چې د سعودي د دافع هوا د سیستمونو لخوا په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي.
د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم یو ځل بیا د حوثيانو لخوا توغول شوی توغندی په هوا کې شنډ او له منځه یوړ.
د ویلو ده چې یمن نن ورځ د ایران او سعودي عربستان ترمنځه د زور ازمايي په ډګر بدل شوی دی.
حوثي یاغیانو د یمن په پلازمینه د برید کولو او نیولو نه وروسته د نوموړي هیواد ولسمشر منصور هادي د سعودي نه د مرستې غوښتنه وکړه. سعودي عربستان د عربي ایتلاف په جوړولو سره د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف په مبارزې پیل وکړ.
حوثي یاغیان د ایران قوي ملاتړ تر شا لري. سعودي عربستان د حوثي یاغیانو لخوا پدې هیواد د بالستیک توغندیو د بریدونو له امله ایران مسئول بولي.