كه بيت المقدس له لاسه وركړو ...

بيت المقدس د مسلمانانو، يهودانو او عيسويانو لپاره سپېڅلى ښار دى. د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده او د  حضرت پيغمبر ص د معراج تمځاى دى.  د تركي شاعر سېزايي قره قوچ په وينا `` هغه ښار دى چې په آسمان كې جوړ شوى او ځمكې ته رالېږل شوى دى.

890683
كه بيت المقدس له لاسه وركړو ...

 

 

*پروفيسو دوكتور قدرت بلبل

 

بيت المقدس په ۱۵۱۶م ميلادي كال كې د عثماني پادشاه ياووز سلطان سليم لخوا فتحه او تر ۱۹۱۷ميلادي كاله پورې د ۴۰۱ كلونو لپاره د عثماني سولې ( پاكس اتومانا) تر نظام لاندې د ټولو دينونو استازو په كې د سولې او حضور په فضا كې ژوند كولو. دا موده دومره بختوره وه چې د عثماني امپراتورۍ تر سوله ايز نظام لاندې د بيت المقدس ښار د مكې او مدينې د ښارونو سره په ګډه منځني ختيځ او په ټوليزه توګه نړۍ ته د سولې او ثبات پيغام وړاندې كړى و. نن دا ښار د اسراييلو لخوا د وينې پر ډنډ بدل شوى دى چې د يو لړ نورو پېښو سره په ګډه  د نړيوالو په ذهن كې يې د منځني ختيځ د `خوسا شوي ډېران` صفت ترلاسه كړى دى.

 

د بيت المقدس په اړه د امريكا پرېكړه او نيوكې ...

د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د په رسميت پېژندلو پرېكړه چې ددې  هېواد د كورني سياست پر اساس شوې ده، د ټولنې نړۍ لخوا وغندل شوه.  د امريكا د ښكاره ګواښونو سره سره د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې د نړۍ تقريباً ټول هېوادونه په يو بې ساري تاريخي اقدام كې د بيت المقدس نه د دفاع په موخه د امريكا پر وړاندې ودرېدل. د امنيت په شورا كې هم د ۱۴ مثبتو رايو په مقابل كې د  امريكا د يوې منفي رايې سره دا هېواد يواځې پاتې شو. د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې يواځې ۸ هېوادونو د امريكا ګواښونو ته غاړه كېښودله. اسلامي نړۍ، د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو، د لاتينې امريكا هېوادونو د لرې ختيځ د سيمې هېوادونو په بې ساري ډول په يو غږ امريكا ته ځواب وركړ.

د امريكا او اسراييلو په ګډون د نړۍ په هر ګوډ كې خلكو د ټرمپ دا پرېكړه وغندله. پدې ډول بشريت يو ځل بيا بېداره شو.

پدې لړ كې د اسلامي  همكاريو د سازمان د دوره مشر هېواد په توګه د تركيې دريځ هم ځانګړى اهميت لري. ولسمشر رجب طيب اردوغان د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د مشرانو، پوتين او پاپ فرانسيس سره د ټېلفوني خبرو اترو په ترڅ كې د بيت المقدس پر اهميت ټينګار وكړ.  بيت المقدس پدې بريالى شو چې اسلامي هېوادونه د ټولو ستونزو سره سره يو ځل بيا سره راټول كړي. هيله لرو چې د بيت المقدس په اړه د امريكا پرېكړه ددې سبب شي چې د فلسطين د ستونزې په اړه نړيوال ذهنيت هم روښانه كړي. نړيوال مطابقت به ددې سبب شي چې په فلسطين كې روانه نژادي پاكسازي پاى ته ورسيږي او په سيمه كې د حقونو پر اساس نوې حل لاره رامنځته شي.

كه چېرې نړۍ مقاومت نه واى كړى ...

د بيت المقدس په اړه د امريكا پرېكړې يو ځل بيا دا وښودله چې ځينې وختونه ظاهراً په شر كې خير هم وي. كه چېرې نړۍ ددې پرېكړې پر وړاندې مقاومت نه واى كړى نو د تركيې د مرحوم لومړي وزير نجم الدين اربكان په وينا اسراييلو به دومره جرائت پيدا كړى واى چې د سيمې د يو شمېر نورو هېوادونو خاوره به يې لاندې كړې واى او د دجلې – فرات د سيندونو ترمېنځ د ارض الموعود خوب ته به يې عملي جامې اغوستې واى. د `لوى اسراييلو` د رامنځته كولو خوب ددې دولت تر ټولو پخوانى هدف دى.

صهيونيستي يهودان چې ځانونه د ځمكې پر سر د خداى ج لخوا غوره شوى مخلوق بولي  د ارض الموعود بې اساس ادعا لري. هغه منځلاري يهودان چې د دوى په څېر فكر نه كوي، پدې پوهيږي چې ددې ادعا خطر نه يواځې ټولې نړۍ ته بلكې پخپله يهودانو ته هم متوجه دى. د هېټلر د اقتدار په جرمني كې د `` غوره توكم`` پر اساس د نازيزم د ايډيولوژۍ لخوا بشريت ته د رسول شوو زيانونو ترخې خاطرې اوس هم د ټولو په ذهنونو كې تازه دي.

د لوېديځ او اسلامي نړۍ  ترمېنځ د ترينګلو اړيكو پدې حساس پړاو كې د  بيت المقدس په اړه د اسلامي نړۍ او اروپايي ټولنې د هېوادونو ګډ دريځ يو ځل بيا دا ثابته كړه چې د اسلام او لوېديځ ترمېنځ اړيكې تل پر رقابت او دښمنۍ ولاړې نه دي.

كه چېرې د امريكا د پرېكړې پر وړاندې ټولو مقاومت نه واى كړى هغه ذهنيت لا پسې پياوړى كېدلو چې ګويا په نړۍ كې پياوړي دولتونه كه هر څومره غير عادلانه هم وي، بيا هم برحقه دي. د مظلومانو پدې جغرافيه كې د بې عدالتيو پر وړاندې د مبارزې هوس لا پسې كمزورى كېدلو.

كه چېرې ددې پرېكړې پر وړاندې  بشريت چوپه خوله پاتې شوى واى نو نړۍ به  د فلسطيني مبارزې عهد تميمي سترګو ته څنګه كتل چې  د اسراييلو د سرتېرو پر وړاندې يې قهرمانانه دريځ غوره كړ؟

نازيزيم بايد بيا رانشي، د يهودي نازيزم مخه بايد ونيول شي ...

اوس پوښتنه دلته ده چې آيا د فلسطين لپاره همدومره بس دي؟ نه هېڅكله نه. كه چېرې بيت المقدس له لاسه ووځي پورتني مثبت پرمختګونه هم په اوبو لاهو كيږي. د بيت المقدس لپاره بايد تر هر چا وړاندې آزادي غوښتونكي يهودان مبارزه وكړي. ځكه چې تر ټولو زيات زيان يې همدوى ته رسيږي. كټ مټ لكه په نازي جرمني كې چې آزادي غوښتونكو جرمنيانو ته زيان ورسېد. د جرمني نازيزم بشريت ته ډېر زيان ورسولو. بايد اجازه ورنكړل شي چې د يهودي نازيزم په واسطه دا ترخې تجربې تكرار شي. لكه څرنګه چې مو وليدل د بيت المقدس مسئله يواځې د مسلمانانو، عيسويانو او يا يهودانو مسئله نه ده. د بيت المقدس مسئله د بشريت پورې اړه لري. ځكه چې كه چېرې بيت المقدس له لاسه وركړو انسانيت، وجدان او عدالت له لاسه وركوو.

*  د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس

 

 

 



اړوند خبرونه