عربي اماراتو د قطر د شاهي کورنۍ مهم غړی په زور ساتلی دی

د عربي اماراتو او قطر ترمنځه نوی بحران

888100
عربي اماراتو د قطر د شاهي کورنۍ مهم غړی په زور ساتلی دی

متحده عربي اماراتو  د قطر د شاهي کورنۍ  یو تن مهم  غړی  په دوبۍ کې په زور سره ساتلی دی.

دا ادعا  د قطر د شاهي کورنۍ مهم غړي  شیخ عبدالله بن علي ال ثاني کړې ده . هغه  تیره ورځ  د یوټیوپ  له لارې  د ویدیويي پیغام د خپرولو سره  وکړه.

هغه  په پیغام کې ویلي دي چې  اماراتو  په ابودوبۍ کې په زور سره ساتلی دی  او چیرته ورته د تګ  اجازه نه ورکوي.

د بله پلوه  متحده عربي اماراتو  بیا  د شیخ عبدالله  ادعا په کلکه توګه رد کړې ده او ویلي دي چې هغه  په دوبۍ کې میلمه  دی  او هر وخت  چې وغواړي  تللی شي.

د قطر د بهرنیو چارو او نړۍوالو همکاریو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  شیخ عبدالله په خپله خوښه او غوښتنه  د میلمه په توګه  اماراتو ته راغلی دی. د قطر د حکومت لخوا د بعضو محدودیتونو د لګولو نه وروسته  هغه  اماراتو ته  راغی. د هغه نه په ډیره ښه توګه میلمه پالنه کیږي  او ساتونکې ورکړل شوي دي.

په خپرپاڼه کې راغلي دي چې  شیخ عبدالله  ازاده  او پر سفر يي هیڅډول  محدودیت  او یا کوم بندیز شتون نلري. هر کله چې وغواړي  تللی شي.

د بله پلوه  د متحده عربي اماراتو  د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې  د شیخ عبدالله مسله د نږدې نه تعقیبوي. دا چې د قطر او متحده عربي اماراتو ترمنځه  هر ډول  د تماس کانالونه  تړل شوي دي  د مسلې په اړه  دقیق  معلومات  په لاس کې نشته.

د قطر دولت  د خپلو وګړو نه د دفاع په خاطر  د هر ډول  قانوني لارو نه  استفاده کوي.

د ویلو ده چې د قطر د شاهي کورنۍ منسوب  شیخ عبدالله  په خپور کړي ویدیويي پیغام کې ویلي وو چې  د متحده عربي اماراتو د ولیهعد شیخ محمد بن زید لخوا لومړی  میلمه شوی وو خو اوس په زور سره ساتل کیږي.

شیخ عبدالله  د قطر د دریم امیر شیخ عبدالله بن جاسیم  لمسی، د څلورم امیر شیخ علي بن عبدالله زوی او د پنځم  امیر شیخ احمد بن علي  ورور  او د ال ثاني کورنۍ مهم  غړی دی.

د ویلو ده چې  شیخ عبدالله  د تیر کال د اګست په میاشت کې د قطر او سعودي عربستان ترمنځه  د حج په مسله کې د بحران د حل په خاطر  منځګړتوب کړی وو.



اړوند خبرونه